غزنی: په ملکي روغتون کې نو پیدا ماشومان د نرسانو له لورې غلا کیږي

کابل ټکی کام ۱۲سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د غزني ولایت مدني فعالان وايي چې په ملکي روغتون کې ځينې داسې کسان شتون لري چې نو پیدا ماشومان غلا کوي او بیا یې د پيسو په بدل کې پلوري.
د غزني په ملکي روغتون کې ډېری داسې پېښې ثبت شوي دي چې نوي زېږېدلي ماشومان پیدا شوي، د نرسانو او یا هم نورو ښځو له لوري تښتول شوي دي.
د ځايي سرچینو د راپور له مخې چې تېره ورځ یوې مېرمنې یو ماشوم وزېږاوه، له پیدايښت څخه وروسته، د روغتون نرسې د ماشوم له انا څخه د شیرني غوښتنه کوي، د پښتني دود سره سم، انا د ماشوم له پلار څخه د پیسو غوښتلو لپاره بهر ځي ترڅو نرسې ته شریني ورکړي، نرسې هم له موقع څخه په استفاده د ماشوم مور ته بې هوشي ورکوي او ماشوم یې غلا کوي.
د غلا شوي ماشوم کورنۍ اوس د ملکي روغتون پر داکټرانو د خپل ماشوم د غلا کولو تور پورې کوي، او له دولت څخه د انصاف غوښتنه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close