غزه: د اسرایلي عسکرو په ډزو کې(۱۱۸)فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۱)

تیره ورځ د جمعې تر لمانځه وروسته یوځل بیا زرګونه فلسطینیانو د “بیا ستنیدو“ تر شعار لاندې ستر لاریون وکړ، چې وروسته په خونړۍ مرګ ژوبله واوښت.
تیره ورځ فلسطیني ځوانانو د اسرایلو پولې ته نږدې لاریون وکړ،  فلسطیني ځوانانو د پولې پر سر کټاره غوڅه کړه او د پولې ولکه یې په لاس کې واخیسته.

خبر زیاتوي، د فلسطیني ځوانانو له دې  جسارت سره سم پرې اسرایلي ځواکونو مخامخ ډزې وکړې او اوښلن غاز یې وکاراوو، چې په نتیجه کې یې شپږ (۶) فلسیطني ځوانان شهیدان او ۱۱۲ نور ټپیان شول.

له دې سره سم فلسطیني بې وسلې ځوانانو له خپلې پخوانۍ وسیلې څخه کار واخیست، لومړی یې له ډزو څخه د ځان بچ کولو په موخه ټيرونو ته اور ورکړ او بیا یې د اسرایلو لوري ته سوځونکي بالونونه خوشي کړل، چې په اسرایلو کې یې پر ۷ سیمو اورونه بل کړل.

دغه لاریونونه چې د اسرایلو له خوا د فلسطیني ځمکو د ترلاسه کولو په خاطر له تیرو څو میاشتو راپه دې خوا تر سره کیږي، تر اوسه په کې تر ۲۰۰ زیات فلسطینیان شهیدان او تر ۲۲ زره زیات ټپیان شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close