غــــــــــــــــــزل / حمــزه حسـیني

یمه حــــر په ازادۍ بــاندې مــین یم
په غـزل غــزل ځوانۍ باندې مین یم

غلام وصفه ټپوسان رانه کړي تېښته
یم عقاب په خپلواکۍ باندې مین یم

له سر ټیټـې زندګـي مې نفرت کـیږي
لکه شــاه په بادشاهـۍ باندې مین یـم

معشوقه مې تیر،کمان،توره او سپر ده
داسې نه چې غاړکــۍ باندې مین یـم

دغه مینه مې ثاني منصور نه زده کړه
په ځان سوخـته زندګۍ باندې مین یم

په ظاهره باندې ځکه خړ پــړ ښــکارم
چې سپېــڅلــې ملنګۍ باندې مین یم

فرعوني مغـرور قوت دې چې مات کړی
فــدایـي ســتا ګردنـۍ بانــدې مین یم

لـه اسمـــانه ننــداره چې وکــړي حـورې
د سـنـګر په آه سلګۍ بانـدې مــین یـم

زه (حمـزه) په نبــوي سیرت کړم فخـر
ږیره،بریت،څادر،پـګړۍ باندې مـین یم

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close