غلیم ښځو ته کوم حقوق غواړي؟ اسلامي که د سیما ثمر؟

ډاکټر یوسف اکبري

زمونږ په اسلامي افغاني ټولنه کې خو کله چې یو موټر کې زنانه ناستې وي نو زنانه و ته د احترام په خاطر ټول نارينه غلي ناست وي او له هغو ټوکو ټکالو نه په جدي توګه ځان ساتي کومو چې نارینه تل خپل مینځ کې کوي څو د زنانه و بې احترامي ونشي.

معمولا د موټر په مخکې سيټ نارینه دوه نفره کیني خو کله چې کومه ښځینه په مخکیني سیټ کې کښيني او دويمه ښځه پيدا نشي نو موټروان حرکت کوي او خپل منزل ته ځان رسوي او د زنانه د احترام په موخه د خپل یوه سیټ د کرايې غم نه کوي.

په ډیری ځایونو کې له پخوا نه چې نارینه په کتارونو کې ولاړ ستړي شي. خو ښځېنه بې نوبته کولای شي تر نارینه مخکې خپلو اړتیاو ته رسیدنه وکړي او هيڅوک زنانه و ته احترام په خاطر اعتراض نه کوي.

په لاره چې کله نارینه روان وي او کومې ښځې سره مخ شي لاره ور ته پرېږدي، نظر ښکته اچوي.دا خاص د ښځینه د احترام په خاطر.

که نارینه مري که چوي که په يخه هوا کې کار کوي او که په ګرمه کې که د کویت  سعودي مسافري کوي او که د دوبۍ, اخته وي د ښځی لپاره نفقه برابروي او ښځې ته د ژوند سهولتونه برابروي.

بله دا چې لکه څرنګه چې مونږ خپل دين تر مرګه نه پرېږدو, همدغه راز خپل د ژوند ملګری هم هیڅکله نه پرېږدو او د غربیانو په څیر یې یواځې د جنسي غریزې د اشباع کولو په موخه د توشیو پیپر په څیر نه استعمالوو او نه یې په آسانۍ طلاقوو

خو د ګوتو په شمیر خلک به حتما وجود ولري چې له ښځینه و سره ښه چلند نه کوي چې هغه د خپلې کورنۍ د غلطې روزنې نتیجه وي او اسلامي او افغاني ټولنې یې د کړنو بیزاري اعلانوي.

سيکولر کرکټرونه او هغه نجونې او ښځې چې د سیکولرستانو په کاذبو شعارونو تیروتي احترامانه هيله کیږي چې بې ځايه دې رمباړې نه وهي. ښځو ته چې اسلام او افغاني ټولنې څومره حقوق ورکړي د نړۍ په یوه سیمه کې یې هم څوک مثال نشي موندلای، او غرب د ښځو د حقوقو شعار د دې موخې لپاره پورته کړی څو یې د غربي ښځو په څیر بې عزته او بې عفته کړي. او له افغانی او اسلامي عرت او پت نه یې وباسي او بس.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close