غني د ارګ په چارو کې د اتمر له هڅو هیڅ قدرداني نه ده کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۴)

تیره ورځ اشرف غني ته نږدې څیرې او د ملي وحدت په حکومت کې تر ټولو ځواکمن شخص حنیف اتمر استعفا وکړ او لامل یې د ارګ له مشرانو سره د یو شمیر اختلافاتو درلودل په نښه کړل.
ارګ تر دې اعلان څو شیبې وروسته سملاسي د نوموړی استعفا و منله او پرځای یې په امریکا کې د افغانستان سفیر حمدالله محب د ګمارلو خبر ورکړ.
جالبه دا وه چې ارګ د دیپلوماتیکو اصولو په خلاف د مستعفا شخص د خدماتو او د هغه د ناکامیو هیڅ یادونه نده کړې او یواځې یې په یوه خبرپاڼه کې ویلي “د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني ته نن خپله استعفا رسماً وړاندې کړه“
تر دې وړاندې د ارګ په خبرپاڼو کې تر ډیره د استعفاکونکو اشخاصو له کاري وړتیاو قدرداني کیده.

په ورته وخت کې رویټرز ته یې سرچینو ویلي چې د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو او د ملي امنیت رئیس هم رسماً خپلې استعفاوې ولسمشر غني ته وړاندې کړې چې د ارګ له خوا نه دي منل شوې.

شنونکي وایي، د اتمر استعفا د امریکایي او بریتانوي چارواکو ترمنځ په افغانستان کې د خپلو مبهمو ګټو د خوندیتابه په تشنج کې رامنځته شوې او امریکا په ټول ځواک سره پر دې بریالۍ شوې چې خپله پالل شوې څیره حمدالله محب یادې دندې ته ور معرفي کړي.

خو مسیر ورځپاڼې ته یې سرچینو ویلي چې،اتمر د جوړېدونکي احتمالي موقت حکومت د مشرۍ لپاره د مخکښو نوماندانو په لېست کې دی.
د اتمر د استعفا په اړه بل خبر دا دی چې نوموړی راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته نوماند دی او د خپلو نوماندانو په توګه يې لا د يونس قانوني او ځينو نورو سياسي څېرو سره د خپلو مرستيالانو د ټاکلو لپاره خبرې هم کړې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close