غني: د ملي امنیت او نورو ځواکونو له خوا هیڅ بندي نه دی شکنجه شوی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۹ فرید افغان)

د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني نن د چټک غبرګون او ځانګړې قطعې د عمومي قوماندانۍ په پرانيست غونډه کې خپل امنیتي ځواکونه وستايل او د هغوی ۶ تنو ته یې مډالونه هم ورکړل.
غني وویل؛ ۵۰۰۰ کلن تاریخ لرو او ۵ زره کاله نور به یې هم غځوو .
نوموړي زیاته کړه؛ روان جنګ ته هیڅ اصول نه لري، ځکه چې په خبره دا یو بې پولې جنګ ورته ښکاري.
اشرف غني د ملي امنیت د ځانګړو زندانونو څخه په داسې حال کې دفاع وکړه چې اوس هم په لسګونو بیګناه زندانیان ۹۰ او ۱۷ ریاستونو په ګډون په ګڼو زندانونو کې ترسختو شکنجو او تعذیبونو لاندې دي .
د نوموړي په وینا چې هیڅ بندي تر اوسه نه دی شکنجه شوی او یواځې قانون پرې تطبیق شوی دی.
نوموړي همداراز د کمانډو ځواکونه هم وستايل اوزیاته یې کړه،چې طالبان یې د مقابلې توان نه لري، پداسې حال کې چې په همهاله توګه طالبانو په فراه کې په مخامخ جګړو کې لسګونو کمانډویانو ته مرګ ژوبله اړولې.
تر غني وروسته د بشري حقوقو مشره سیماثمر وغږیده او زیاته یې کړه؛ چې تر یوې لسیزې راپه دې خوا د دې بنسټ مشره ځکه پاتې شوې چې په وینا یې د د یموکراسي ترویج ته یې بې دریغه هڅې کړې او ګڼې ښځې یې تشویق کړې ترڅو له کورونو د باندې دندو ته دوام ورکړي.

سیماثمر بشرحقوقو مشره

ثمر وویل؛ له لاسته راوړنو پرته هیڅ نيمګړتيا نه لرم.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close