غني: د نړيوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه ناسم معلومات ورکوونکي به مجازات شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۳)

څه موده مخکې راپورونه ورکول شول چې ګنې د ملي يووالي حکومت غواړي ننګرهار ولایت ته منظور شوی نړيوال سلامي پوهنتون له دغه ولايت څخه کابل ته ولېږدوي، چې دغه راپورونه د ارګ له لوري هم تاييد شول او په يوه خبرپاڼه کې يې وويل: چې “د لوړو زده کړو وزير په افغانستان کې د اسلامي نړيوال پوهنتون د جوړولو په اړه په قاهره کې د اسلامي همکاریو دوولسم کنفرانس (OIC)د مصوبې پر اساس د دغه وزارت وړانديز غونډې ته مطرح کړ چې کابینې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د دغه پوهنتون جوړول په کابل کې تاييد کړل”.

کابل ته د نړيوال اسلامي پوهنتون لېږدولو په ننګرهار کې د مشرانو، سياستوالو او ځوانانو تر منځ سخت غبرګونونه راوپارول او له دغه ولايت څخه د ورکړي امتیاز اخيستلو پر وړاندې يې غږ پورته کړ.

تازه د ارګ څخه خپره شوې خبرباڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د ننګرهار ولايت له مشرانو او استازو سره په کتنه کې په دې ټينګار کړی چې (نړيوال اسلامي پوهنتون) به په ننګرهار کې جوړېږي.

د دې ترڅنګ اشرف غني ويلي، چې په دغه ولايت کې به د ټکنالوژۍ پارک جوړ او د برېښنا د ستونزې حل ته به هم اساسي لارې ولټول شي.

غني ويلي، د بهرنیو چارو وزارت هغه مسوولین چې د نړیوال اسلامي پوهنتون د جوړېدو په اړه یې ناسم معلومات ورکړي وو، هغوی به مجازات شي.

دغه پوهنتون د ننګرهار په رودات ولسوالۍ کې پر زر جريبه ځمګه جوړېږي چې شاوخوا درې نيم سوه مليونه ډالره لګښت پرې راځي او د بنسټ ډبره يې په ۱۳۹۲لمريز کال کې د هغه مهال د والي ګلاب منګل او ګڼ شمير نورو چارواکو له خوا کېښودل شوې وه چې کارونه يې لا هم ډير سست روان دي.

د دغه پوهنتون د جوړېدو لګښت اسلامي هېوادونه په ګډه ورکوي او چارواکي يې په راتلونکو پنځلسو کلونو کې د جوړېدو وړاندوينه کوي. د ننګرهار نړيوال اسلامي پوهنتون به د سيمې په کچه دريم لوی پوهنتون وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close