غني سوله غواړي خو واک يې نه لري

افغانستان کې د سولې په اړه څو څو وارې غونډې وشوې، چې تر اوسه يې مثبته پایله په لاس نه ده راغلې، خو اوس چې په مسکو کې د افغانستان په اړه د روانې میاشتې په ۹مه نیټه یوه غونډه کیدونکې ده، هغې ته اشرف غني د حکومت رسمي پلاوی نه لیږي، اما وايي د سولې په نامه د شورا غړي ورلیږي.

لومړی خو امریکا په افغانستان کې سوله نه غواړي او دوهم اشرف غني د افغانستان د سولې واک نه لري، که يې لرلای، خپل رسمي نماینده به يې د مسکو غونډې ته لیږلی وای او په خلاص مټ به يې، لکه څرنګه چې يې دعوه کوي، هغسې به يې د سولې په اړه خپل نظر وړاندې کړی وای.

په مسکو کې چې دوه ځلې کومې غونډې وشوې، اشرف غني يې مخالفت وکړ، دا ځل چې هم اشرف غني او هم طالب مشرانو او دغه راز د سیمې هيوادونو ته بلنه ورکړل شوې، اشرف غني په دې وینا چې د سولې خبرې به افغانان کوي، په لوی لاس سوله ګلجانۍ کوي.

اشرف غني په دې پوهـ دی چې د سولې واک نه لري؛ ځکه چې که يې د سولې واک لرلای، مسکو ته به يې خپل رسمي پلاوی لیږلی وای، خپل شرایط به يې وړاندي کړي وای او د سولې په اړه به يې په افغانستان کې د سوله غوښتونکو ګاونډیو او د سیمې له هيوادونو سره مشورې کړې وای.

اشرف غني په افغانستان کې له هغه چا سره مشورې کوي چې هغه هیڅ وخت په افغانستان کې سوله نه غواړي، په یو او بل نوم پوځونه رالیږي، په یو او بل نو م افغان ولس وژني او په یو او بل نوم په افغانستان خپل دائمي شتون ته زمینه برابروي.

په مسکو کې د تیرو غونډو په نسبت د را روانې ۹مې نیټې غونډه یو څه سولې ته نږدې کیدونکې غونډه ښکاري؛ ځکه پکې امریکا خپله ګډون نه کوي او اشرف غني ته يې هم په غوږ کې د انکار ټکی ایښی دی.

د مسکو غونډه سولې ته ځکه نږدې کیدونکې ښکاري چې د امریکا لخوا د افغانستان لپاره ځانګړي استازي خلیلزاد په اسلام آباد کې له پاکستاني چارواکو سره او د سویلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې ایلس ویلز لومړی په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له غړو او له هغې وروسته په اسلام اباد کې له پاکستاني چارواکو سره لیدلي دي.

غني په داسې وخت کې د مسکو په غونډه کې له ګډونه ځان باسي چې د مسکو په ناسته کې به طالبان هم ګډون کوي. د غني لپاره د مسکو غونډه ښه چانس دی. تیره ورځ چې يې د ناټو د عمومي منشي (ینس سټولټنبرګ) سره ولیدل، هغه هم په افغانستان کې د جګړې د پای ته رسیدا لار مذاکرات وبلل، خو دا چې غني ته امریکا په غوږ کې له سولې د انکار مندرۍ اچولې، بیا بیا همدا وینا تکراروي چې سوله به خپله د افغانانو تر منځ کیږي.

اشرف غني جګړه په نورو کوي او سوله خپله غواړي، لکه څرنګه چې خپله د جګړې توان نه لري، دا ډول د سولې توان هم نه لري، خو په یو او بل نوم د سولې په لار کې خنډونه راپیداکوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close