غني فکر کوي افغانان لا هم ترې د خير تمه لري!!!

تميم توفيق
اشرف غني د نومبر په لومړۍ نيټه (01-11-2018) له امريکايي رسنۍ «بلومبرګ» سره مرکه درلوده، نوموړي په خپله مرکه کې د نورو خبرو تر څنګ دا هم ويلي چې راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته ځان نوماندوي. د ده په خبره، نوموړی غواړي چې له دا ځل کاميابي وروسته په هغو وعدو وفا وکړي چې له خلکو سره يې په لومړۍ دوره کې کړې وې.
غني ښه پوائنټ انتخاب کړی دی. که دی لږ نور هم تکړه شي، په دوهم ځل د خلکو د تيرايستلو لپاره ترې اعظمي استفاده کولی شي. اوس د افغان ولس په منځ کې مشهوره ده چې اشرف غني په وعدو او د پروژو په افتتاح کولو کې توپان دی.
اشرف غني پوهيږي چې لومړی يې خلک د خدمتونو د وړاندې کولو په وعدو او د هيواد او ولس په ګټه د کارونو انجامولو په احساساتي ويناوو تيرايستلي و، چې همداسې و هم کړل، له خلکو سره يې بې شمېره وعدې وکړې او بې خرته ډيرې پروژې يې افتتاح کړې، خو بيا يې درک ونه لګيد. دا ځل نوموړی هڅه کوي افغان ولس په هماغو وعدو د وفا کولو په نوم په ځان ورمات کړي.
خو د پوښتنې ځای دا دی چې آیا افغان ولس به بيا هم دې احساساتي خو بې انرژي او بې واکه ولسمشر ته رايه ورکړي؟ هغه ولسمشر چې نه يې د کار واک درلود او نه د خبرې، نه يې ولس په نس موړ کړ او نه يې وطن اباد کړ، بلکې هم يې ولس له رنګارنګ کړاونو سره مخ کړل او هم يې وطن په امريکايي بمونو غار غار او لوټي لوټي کړ.
هغه اکثريت افغانان چې امريکايي ډالري شرابو يې پنځه ګوني حواس نه دي ګډوډ کړي، ټول اشرف غني ته د يو انساني ايټم بم په سترګه ګوري، چې د امريکا لخوا پرې راپرېوتلی؛ دا ځکه چې نوموړي د خدمت په نوم هغه چارې په دې جګړه ځپلي وطن او ولس وکړې چې آن شاه شجاع، کارمل او امثالهم هم نه وې انجام کړې.
غني واک ته له رسيدو سره سم ټوله پاکه خاوره امريکا ته په ګروي ورکړه او امريکايي پوځيانو ته يې د تل لپاره قضايي مصؤنيت ورکړ، د غني اداره چې د امريکايي جانکيري د فکر زيږنده ده، له دې امله چې په بشپړ ډول د امريکا مرهون منت ده، تر اوسه يې د هغوی له لوري په ملکي مرګ ژوبله حتی خواشيني نه ده څرګنده کړې او آن په امريکايي بمبارونو کې د خپلې ادارې د عسکرو په مرګ ژوبله يې هم د خپګان خوله نه ده چوله کړې، د امريکا له لوري د کانونو چور تالان خو بيخي د يادولو نه دي.
بلکې پر دې سربېره اشرف غني د خپل واک په دور کې له امريکايي پوځيانو علاوه خپلو بيلابيلو ځانګړو قطعو ته هم د افغان وژنې او هيواد ورانونې تام واک ورکړ، همدا وجه ده چې نن سبا د هيواد په ګڼو برخو کې د ځوانانو او سپين ږيرو په شمول د ماشومان او ميرمنو د جنازو شاهدان يو.
له دې علاوه نورو ډيرو نادودو ته په کتلو ويلی شو چې اشرف غني په خپل فکر کې خورا تيروتلی دی، دی دې د بيا لپاره د ارګ په ګدۍ ناستې ته زړه نه ښه کوي؛ ځکه چې هيواد او ملت ته يې له شر پرته بل څه نه دي ورکړي، خو له دې هر څه سره سره که بيا هم تر ګلخانې ماڼۍ ورسيد، دا به د ولس نه بلکې د امريکا په مټو وي او دا به ښکاره کړي چې اشرف غني د امريکا لپاره تر نورو ډير تابع او حلقه بګوش غلام دی، چې امريکايي په شتون کې تر بل هر چا زياته ګټه ويني.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close