غني له سياسي مشرانو سره جلا جلا کتنې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۶)

د ملي يووالي حکومت مشر اشرف غني د هېواد د سياسي او پخوانيو ګوندونو مشرانو سره په جلا جلا توګه کتنې کړي دي.

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني د دغه مشرانو سره د (سولې، اوربند، ټاکنو او د افغانستان د ځينو مهمو روانو موضوعاتو په اړه بحث او مشورې کړي).

د خبرپاڼې له مخې، که څه هم دغه ناستې ټولې په ارګ کې شوي خو له يادو مشرانو سره يې کتنې په جلا جلا ډول ترسره کړي دي.

ارګ ماڼې وايي، له تېرو څو ورځو راهيسې دغې ناستو دوام درلود چې په لړ کې يې د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم په ګډون، له پخواني ولسمشر حامدکرزي، سياف، صبغت الله مجددي، يونس قانوني، عطانور، محمد محقق، انجينير محمد خان، ګلبدين حکمتيار، کريم خليلي، الماس زاهد، مير امان الله ګذر، اقبال صافی، دين محمد، عبدالحکيم مني، انورالحق احدي او ګڼو نورو مشرانو سره په جلا جلا توګه ناسته او مشورې کړي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په اعلاميه کې راغلي:” محمداشرف غني د مخکېني اوربند بریالۍ تجربې ته په اشارې وویل، د لوی اختر په ورځو کې پر اوربند کار کېږي”.

که څه هم د ګوندونو او ځينو سياسي حرکتونو مشران په غصب، فساد او قانون ماتونه تورن دي خو په عين حال کې يادو مشرانو له ولسمشر غني سره په ناستو کې په رڼو ټاکنو، له فساد او غاصبينو سره پر مبارزې، د زورواکو او قانون ماتوونکو، د نامسووله وسله والو ډلو پر منحلولو ټينګار کړی او ګڼ نور وړانديزونه او مشورې يې ورکړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close