غني له فساد سره د مبارزې نوې اداره جوړه کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) ولسمشرۍ ماڼۍ په يوه اعلاميه کې له فساد سره د مبارزې د نوې ادارې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

په اعلاميه کې راغلي، چې دغه اداره به “څارونکي” نوميږي او د لوړپوړو چارواکو د فساد ضد قضيو ته به رسېدګي کوي، پر هغوې شوي شکايتونه به څېړي.

د يادې ادارې په تړاو د غني له لوري په صادر شوي فرمان کې راغلي چې څلور مادې لري، په يوه برخه کې يې ویل شوی، د شکایت پر مهال ياده اداره حق لري چې د ولسمشرۍ او اجرائيه رياست پورې اړوند ادارو او د ازادو ادارو د رئيسانو د فساد اړوند قضيې هم وڅېړي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې حکومت په لويه څارنوالۍ کې له فساد سره د مبارزې عالي ادارې د منحلېدو خبره کړې وه خو د يادې ادارې مشرتابه او کارکوونکو د حکومت له پریکړې سره مخالفت څرګند کړ ويې ويل: په حکومت کې د ننه ځينې مفسدې او مافيايي کړۍ د دغه ادارې د کمزوري کولو هڅې کوي.

تر دې مخکې ځينې چارواکو ادعا کړې چې د مهمو ادارو، وزارتونو سربيره په ولسمشرۍ ماڼۍ کې هم په پراخ ډول فساد روان دی.

که څه هم شنونکي لويې څارنوالۍ او د فساد ضد عالي ادارې ته په کتو د موازي ادارو رامنځته کول سم کار نه بولي خو وايي، دا اداره که مستقله پاتې شي ښايي مثبته نتيجه ورکړي ځکه يوڅه ځانګړنې لري چې ولسمشرۍ ماڼۍ او لويه څارنوالۍ کې هم د فساد ضد قضيو د څېړلو حق ورکړل شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close