غني له میلر سره په لیدنه کې؛ مننه! چې دا دروند مسؤلیت مو ومانه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۲)

د ارګ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛.چې جمهور رئیس غني تیره ورځ د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت نوي قوماندان جنرال اسکاټ میلر سره کتلي.

خبرپاڼه وایي؛ “جمهوررئیس جنرال میلر ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ له هغه څخه مننه وکړه چې دغه دروند مسوولیت یې ومانه او په دنده کې یې ورته د کامیابۍ هیله څرګنده کړه“

ارګ وایي، په دې لیدنه کې د امنیتي ځواکونو پر لومړیتوبونو خبرې وشوې تر څنګ یې د جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتیژۍ او د هغې پر نتایجو هم بحث وشو.

خبرپاڼه زیاتوي “میلر په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په خپل نوي موقف او دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي“

په یو بل تازه نوښت کې د ناټو رسمي ادرس له خوا طالب ویاند ته په تویتر کې ویل شوي.چې “ دوی تمه لري په رغنده او هر اړخیزو خبرو اترو کې بوخت شي کوم چې افغانان او د دوی ملګري هغې حل لارې ته نېـږدې کوي چې د ټولو افغانانو هیله ده.“
د طالبانو ویاند یې به غبرګون کې ویلي “ ‏‎موږ د جګړې له پيل څخه مخکې د رغنده خبرو غوښتنه کوله، خو تاسو وئ چې د جګړې لار مو غوره کړه، اوس هم فرصتونه لرئ، که تاسو واقعیتونه درک کړئ، زموږ آزادۍ ومنئ او متقابل درناوې ته غاړه کیږدئ، موږ د رغنده خبرو لپاره تاسو ته بلنه درکړې مهربانۍ وکړي.“

د طالبانو او ناټو محاوره

دا لومړی ځل دی چې ناټو او طالبان په ټولنیزو رسنیو کې سره مخامخ کیږي.
باید وویل شي چې تیره ورځ رسماً نیکولسن له دندې ګوښه او پرځای یې اسکاټ میلر دنده پیل کړه.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close