غني: که دولتي چارواکي خپله شتمني ثبت نه کړي له دندې به ګوښه شي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۴) ولسمشر غني د قانون د حاکمیت او اداري فساد سره د مبارزې عالي شورا په غونډه کې د لوړ پوړو دولتي چارواکو د شتمنیو د ثبت بهیر په چټک فعاليت خوښي وښوده او زياته يې کړه ” څوک چې د شتمنیو په ثبت کې همکاري نه کوي باید معاش یې قطع او که بیا یې هم خپله شتمني ثبت نه کړه، نو له دندې دې ګوښه شي.”

د ارګ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني د مخابراتو رياست ته سپارښتنه وکړه چې د چارو ادارې عمومي رياست سره د ډيټابیس په جوړولو کې مرسته وکړي او “د ځمکو ادارې ته یې هدایت ورکړ چې د لوړ پوړو مقاماتو د ځمکو په ثبیت کې ورسره مرسته وکړي”.

څه موده مخکې د فساد سره د مبارزې عالي ادارې ويلي و چې د ولسمشر او اجرائيه رئيس د لومړيو مرستيالانو په ګډون ډيری دولتي لوړپوړو چارواکو خپله شتمني نه ده ثبت کړې.

شاوخوا دوه کاله مخکې، ولسي جرګې د دولتي چارواکو د ثبت او خپرېدو قانون تصويب کړ خو هغه مهال يې ځينو وکيلانو مخالفت وکړ او دا يې د شريعت خلاف کار وباله.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close