غني ګوندونو ته: دوی مسلحې قواوې لري، دوی کله سياسي ګوندونه دي

هغوی چې مسلح قواوې لري ځان ته څه ډول سياسي ګوندونه وايي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۴) ولسمشر غني د افغانستان د روان وضعيت په اړه خبرې وکړې او د ګوندونو هغه غوښتنو ته يې ځواب ورکړ چې تېره ورځ يې په مشروط ډول د راتلونکو انتخاباتو د باطلېدو غوښتنه کړې وه.

پرون ګلبدين حکمتيار، محقق، یونس قانوني، صلاح الدين رباني، انوارالحق احدي، باتور دوستم، اسدالله سعادتي، سيد حامدګيلاني او ضرار مقبل د خپلو ګوندونو په استازيتوب غونډه وکړه او ويې ويل چې د رڼو، له درغلیو پرته او ټولو سیاسي ګوندونو ته د منلو وړ ټاکنو د ترسره کولو لپاره باید د انتخاباتو روان بهير باطل اعلان شي او د بایومټریک ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د نوم لیکنې بهیر یوځل بیا پیل شي.

دوی وويل: موږ سیاسي ګوندونه، د نوم لیکنې اوسنی بهیر چې د کره ارزونې د نشتون او غیرتخصصي چلند له امله د افغانستان خلکو وخت د بې ځایه تېرېدو او د میلیونونه ډالرو د بې ځایه لګېدو لامل شوی، د درغلۍ او بحران د رامنځته کېدو زمینه جوړونکي ګڼو.

خو ولسمشر غني په نني کنفرانس کې وويل: د ټاکنو لپاره به هيڅ ډول جرګه نه غوښتل کېږي، د افغانستان ولس به فيصله کوي، سياسيون څوک دي، چا انتخاب کړي، څو فيصده رايې ګټي، ولس کله واک ورکړی چې دوی دې يې استازيتوب وکړي، کومه ازادي يې بنده شوې، که غواړۍ بحث وکړۍ ورته تیار یم، زه ولسمشر یم حوصله لرم، د  دې وطن واک چا ورکړی، دوی څوک دي چې ټاکنې به تحريم کړي، دا د ولس کار دی، دا د انتخاباتو کمېسيون کار دی، ما کله مداخله کړې انتخاباتو کمېسيون کې، مونږ ټول امنيتي او دفاعي قوت په کار اچوو چې ولسمشري انتخابات دقیق وشي.

دغه راز غني زياته کړه: “که خلک مسلح قواوې لري، ځانته څه رقم سياسي احزاب وايي، ولس بايد دا فيصله وکړي چې دوی سياسي احزاب دي او سياسي احزاب بايد مسلح قواوې ونه لري، د سياسي احزابو ګډون ضرور دی، د افغانستان ټولنه سياسي احزابو ته ضرورت لري، دوی دې په روانو شرايطو کې خپل مسئولیت ادا کړي، کوم سياسي ګوند يا سياسي شخصيت ته زما له خوا او دولت له خوا ورته زيان رسېدلی، د چا ازادي سلب شوې، ټولو سره دوامداره مشوره کوو.”

سیاسي ګوندونو د شنبې ورځې په غونډه کې پرېکړه وکړه چې تر دوه اونیو پورې دخپلو غوښتنو پلي کېدو په تمه دي ترڅو حکومت، نړیواله ټولنه او د ټاکنو کمیسیون ځواب ورکړي، کنه تر خپلې وسې به ټاکنې تحريم کړي.

دغو ګوندونو د غني د تازه څرګندونو په اړه بيا ځلې څه نه دي ويلي.

همدارنګه غني په خپلو خبرو کې د سعودي له شاهي دولت او د دغه هېواد له وليعهد، پاچا او اسلامي کنفرانس له سازمان څخه په هغه هېواد کې د افغانستان په اړه د جوړې شوې غونډې مننه وکړه.

او هېواد ته يې د دوستم د راتګ په اړه وويل، چې د دوستم موضوع د غور لاندې ده،د راتګ احتمال يې ډیر دی، لويې څارنوالۍ سره خبرې شوي، موضوع حقوقي جنبه لري او نور مواد به ژرترژره عملي شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close