غوره فکر

ليکنه: دکتور عائض «  القرني »

ژباړه: دکتور شفيق الله « امين »

دانسان دهغوځانګړتياووڅخه چې الله تعالي وركړي دي يوه هم دفكر كولو ځواك دي، كه انسان دا صفت په ښه توګه په كار واچوي، دبرياليتوب په زينه دپورته تګ وړكېدای شي، اوكه له دې صلاحيت څخه يې ګټه وانه خيستله ګويا ځان ته يې د نا كامۍلاملونه برابركړل، ويلای شو چې كله ژوند دتفكير څخه خالي شي بيا پكې برياليتوب ناشونی شي.

تفكير دمعلوماتو څخه دپايلولاس ته راوړولو نوم دي. زمونږ په وړاندې څومره اوازونه شكلونه چې دبهرنيو حواسو په توسه يې محسوسوو او همدارنګه زمونږ په دننه كې دذهن دلياري موجود تصورات دتفكير په توسه را ټوليږي پر تله او تلل كيږي-البته دايمان، عقائدو او ارزښتونو په رڼا كې – او په پايله كې دهدفونوپه ټاكلو او په ژبنې، سلو كې، روانې او نورو غړو خپل اغيزغورځوې، يو انګليسي فيلسوف وائې:ځينې خلك په كال كې يواځې دوه يا درې ځلې فكر كوي،  فكر ښه او ناوړه صفتونه لري، ددې لپاره چې انسان  خپل فكر له ناوړو صفاتو څخه وژغورې او تل دښه او نيك فكر خاوند شي  بايد دفكر ډولونه چې ښه او ناوړه دواړه پكې وي وپيژنې.

دفكر ډولونه :
1.    توليدې فكر چې اجتهادې هم ورته ويل كيږي: دا هغه فكر دي چې نوښتونه اواختراعات كوي، په ژوندكې نوښت پيداكوي، بريالۍ پروژې طرحه كوي او په مناسب وخت كې مناسبې پريكړې كوي، دخاورو څخه زراود بحر څخه دملغلرودراويستلووس او همت لري.

2.    انتقادې فكر: دا هغه فكر دي چې په هر كار كې نيمګړتياوې اوغلطۍ په ګوته كولاي شي كه څه هم دسمون لپاره ورسره څه نوي.

3.    استيعابې اوراټولونكې فكر: هغه دي چې دنورو په نوښتونو اواختراعاتوښه پوهيداي شي، ګټه تري  اخيستلاي شي خو پخپله دايجاد اواختراع ځواك نه لري.

4.    غامض او نامعلومه فكر: هغه دي چې دچارو ادراك  په سم ډول نشي كولاي هر څه ورته بدل او نا شونې ښكاري . ان تردې چې  دخپل چاپيريال په هكله هم د فكر كولو وس نه لري، كمزوري او بې هدفه ښكاري دزړه خواله هم نشي كولاي.

5.    شكي فكر: هغه دي چې هر څوك اوهر كار ورته بلا او دسيسه ښكارې، پر هركار او هر شخص نيوكې كوي، دهيچاسره جوړه او انسجام نه لري، په هيڅ كار او زياركې ورته ګته نه ښكاري.

6.    دمبالغې فكر: هغه دي چې هرڅه دخپل حقيقې وزن اوحجم څخه زيات او غټ وينې، په ښو او بدو دواړوكې يې  مبالغه او زياتونه عادت وي، دډبرې نه غراو دميږې نه فيل جوړوي، هر څه يې حيرانونكې وي، مګركله  چې حقيقت ښكاره شي هرڅه بل ډول وي.

7.    سرسرې فكر: هغه دي چې يواځې ظاهرې شيان ګوري دحقايقودلټولو كوښښ نه كوي، هرڅه ورته عادې ښكاري. لكه چې دچا په ظاهرې لباس او موټر پريكړه وكړي پرته له دې چې دهغه ديانت، اخلاق، تعليم او هڅوب ورته معلوم شي.

8.    ځان پالونكې فكر: هغه دي چې هر څه خپل ځانته منسوبوې، دامې وكړه او دامې وكړه، سره له دې چې هيڅ به يې هم نه وي كړي، او نه يې كولاي شي- تل په درواغو چليږې داسې درواغ چې درښتيا يوه خبره هم پكې نه وي، دډيرو درواغو له امله له الله تعالې سره درواغجن وليكل شي، دا ډول خلك اكثره بيكاره دځان اونو رو سره تل په چل كې وي، دډيرو درواغو نه ورته خپل درواغ رښتيا ښكارې.

9.    تحليلې فكر: هغه دي چې هر شي دغور لاندې نيسې له حقيقت، لاملونو، مقدماتو، پايلو او هدفونو څخه ځان  يې خبروي، په مناسب وخت كې دهغه په هكله دمناسبي پريكړې كوښښ كوي او دخپل ځان د نقش  په هكله هم سوچ او فكر كوي.

10.    تبريري او تقديري فكر: هغه دي چې دهرڅه  له مسئوليت څخه ځان ژغورې، څه چې وشي هغه په تقدير وراړوي اوهيڅكله ځان پړ نه ګڼي.

11.    جزوي فكر: هغه دي چې دواقعاتو يو اړخ ته ګوري په تفصيل او هر اړ خيزه توګه يې نه څيړي، چې له همدې كبله حقيقت ترينه پټ پاتې شي، پريكړې يې نيمګړې او د حقيقت خلاف وي.

12.    هراړخيزفكر: هغه دي چې چارې په بشپړه توګه نظرته راولي، هراړخيزفكر كوي، په ډيرو جزئياتو اوتفصيل پسې نه ګرځې.

پدې ټولو كې ښه او مثالي فكر كوم يو دي؟
لدي وروسته چې په لنډه توګه مود فكر دځينو ډولونو يادونه وكړه غواړم چې دهغې په رڼا كې داسې فكر انتخاب كړم چې ښه او غوره فكر ورته ويلې شو.ښه او لوړفكر هغه دي چې دڅو فكرو نو ټولګه وي، د توليدي، انتقادې، تحليلې او هراړخيزفكر صفات پكې را ټول وي، خو له دې سره سره بايد ايمان ولروچې هرڅه دالله تعالي په تقدير كيږي، مګر دا د دې معنا نه لرې چې دلاملونو او وسائلو لټون ونه كړو، بلكې الله تعالې دلاملونو، وسائلو اوپايلوخالق او پيداكوونكې دي.

دغوره فكر ځانګړتياوې :
هغه څوك چې د ښه او غوره فكركولو ځواك لري له نورو څخه په ځانګړتياړكې بيل وي چې هغه دادي:

1.    دچارو په حقايقو ژور فكر كول، يواځې په سر سري نظر باندي بس والې نه كول.

2.    په بشپړ صداقت، زيار، او صبرسره په فكر كې ژور  تلل تر څوانسان هغه غوره حالت دفكر ته ورسيږي چې مخكې ذكر شو.

3.    فكرې نا پيلتوب، خپلواكې او دنورو دپيښو څخه ډډه كول، لكه ځينې خلك چې خپل فكر دوروستۍ اوريدلې خبرې يا دوروستې لوستلي كتاب پربنسټ جوړ كړي، داسې انسان خپل فكر او نظر بد لوې، لكه اسفنج چه د هر ډول اوبلنود جذ بولو خاصيت لري.

4.    دباندنې عالم چې ستا دفكر مو ضوع ده او دداخلې انګيزو، نفسياتو، تجربواومعلوماتوترمنځ يوځايوالي اوپدې كې توازن او برابر تيا ساتل.

5.    په څرګندو او معنالرونكو تورودخپل فكر څر ګندونه كول، ځكه  كه دغوره فكر ښكاروندۍ ښه ژبه او الفاظ نه وي، داسې بريښې لكه خاوروكې پټ لعلونه چې ګټه ترې نه اخيستل كيږي، بلكې ښه الفاظ دغوره فكر نښه ده.

6.    خپل احساسات، انګيزې او مشاعر تلل او له قابولاندې ساتل او هر وخت دهغې نه منل، كيداي شې چې ناسم وي او په غلطه لاره مورهي كړي.
لكه يوسړي يوموټر وليدوچې په لاره كې ودريده،  يو ګوچنې چه ويني تري بهيږي دځان سره اوچت كړو، كوچنې ته ښه په ځير شو ويې پېژنده چه ځوۍ يې دي، بي درنګه يې دډريور په وهلو پيل وكړ، فكر يې كاوه چې همده په موټر وهلې دي، مګر وروسته څرګنده شوه  چې بل موټر وهلي و، اوډريوريې تښتيد لي و، او دې ډريور ورسره دژغورني مرسته كړي وه.

ديوشي په اړوند دتفكير لا ملونه:
هلته ډير پنځيز، شخصې، خارجې او لاس ته را وړي لاملونه شته چې دهغه شي په اړوند چې دفكر موضوع ده دتصور او تفكردمقدار ټاكنه كوي، چې مهم يې دادي:

1.    عقل او دهغه ځواك او برلاستيا:دخلكو تر منځ دعقلي ځواك په هكله ډير توپير شته چې دا توپير داصلى زيېږيدنې او يا دعقل د روزنې اوصيقلولو له امله وي، ځينې خلك ډير تيز، غښتلې او ځلانده فكر لري چې دشي حقيقت ته په لږه اشاره رسيږي، او ځينې نور لټان بيا دڅرګندحقيقت په پو هيدوكې هم ستو نزه لري، ددوۍ تر منځ ډير زيات توپير او تفاوت وجودلري.

2.    دپينځه ګونې حواسو ځواك او سلامتيا، ځكه حواس دعقل او دهغه شي ترمنځ چې دفكر موضوع ده واسطه ګڼل كيږي، كله چې حواس سم نه وي دعقل څخه نقل شوي معلومات هم ناسم اونيمګړي وي.

دخلكو تر مينځ دحواسو په هكله هم ډير تو پير دي  چې له دي امله ديوشي په تصور كې هم توپير رامنځته كېږي.

3.    ژبنې معلومات، ځكه دژبې په توسه د شي ستا ينه صورت نيسي، كله چې ژبنې ادب او تعبير كې مهارت   زيا ت ولري په هما غه اندازه كولاي شي چې دشي ښه تعريف، ستاينه او هر اړخيز معلومات په ښه توګه څرګند كړي.

4.    دانسان عقايد او ارزښتونه په فكر او تصور كې سترنقش لري، چې په عقا يدو كې ــ په غيبياتو ايمان لرل، ملې منسو بيت، په چا پير يال كې دشيانو په حقيقت ايمان او همدارنګه دانسان په وسايلو ايمان او دهغه په ځواك او وړتيا او دهغه دنقش په حقيقت او دندې ايمان لرل دې.

5.    هغه شي چې دفكر موضوع ده او دحقيقت په هكله يې تصور كوي اوڅلور خواوې يې ټاكې په هغه ښه پوهيدل، تر كومې اندازې چې دهغه په هكله ژوراو دقيق علم ولري په هماغه اندازه يې تصور هم سم لاس ته راوړاي شي .

دفكر په وړاندي ستونزې:
1.    په خيالونو چرتونو او بې ګټې وهمونوكې اوسيد ل  او دواقيعتونو څخه سترګې پټول: دانسان چرت وهل هله ګټور وي چې دواقيعت دانكشاف ترقۍ او نوښت لپاره په معقوله اندازه وكارول شي، هسي نه چې كار پريږدي دناشونو په دريابې خيالونو كې دواقعيتونو څخه لري لاهو شي، دا دانسان دفكر لپاره وژونكې ناروغې او خطرناك رنځ ګڼل كېږي.

2.    دكمزورۍ او عاجزۍ په پلمه هرڅه پريښودل ـ پدې ګومان چې هيڅ نه شي كولاي، ګواكې دغه ډول انسان په خپله خوښه خپل عقل او فكر بيكاره او معطل كړـ زياراوباسه چې دښمن ته دداسې وړيا ډالۍ چې شيطان ته يې وړاندي كوي دبرې چانس ورنه كړي.

3.    دډيروفكرونواو فرصتونو په وخت ديو دانتخاب په هكله مناسب اقدام نه كول، ان تردې چې دتشويش تردداوبي زړه توب له امله ټول فرصتونه دلاس وركړي.

4.    په پټو سترګودنورو تقليداو پيښې كول، په بل پسې بې تفكيره تلل، ځان په لټۍ او بيكارۍ روږدې كول، دفكرې خپلواكۍ اونوښت څخه ويره لرل.

5.    له بيكاره او بې هدفه خلكوسره ملګرې كول، ځكه كله چې انسان دروڼ اندواونيكو خلكو سره ناسته ولاړه ولري هرومروترې متاثره كيږي، دښوصفاتو دخپلولو حس ورسره پيداكيږي، او همدارنګه لټان او بيكاران هم په خپلو ملګرو اغيزه لري.

6.    عقل او فكر پداسې څه كې لګول چې دهغه لپاره پيداشوي نه وي، اوهمدارنګه فكر نه كول هم دعقل ضياع او دلوي نعمت ناشكري ګڼل كيږي.

عقل دځواك او اختصاص له چمبې څخه بهركارول بې ګټې او بې معنا زياردي، لكه دالله تعالي دصفاتو په كيفيت، تقديراتو اوداخرت په غيبياتو كې فكركول، ځكه داهغه څه دي چې الله تعالي انسان ورڅخه عاجز كړي  دي او يواځې په خپل علم پوري يې محدودكړي دي.

7.    بيكارې او په ګټوركارځان نه مصروفول، فكرګرځنده او متحرك دي كه په سم او ګټوركار دې مصروف نه كړ، خامخادې په باطل او ناروا مصروفوې.

8.    په خپل كار او دنده بسنه نه لرل، داړتيا، ريا، يادنورو په خاطر كاركول، دنه قناعت سره سره خپل ځان دهغه په هكله فكر كولو ته مجبورول، پدې حالت كې هيڅكله ژور فكر صورت نه نيسي، كاربه دترقۍ او نوښت څخه پرته په عادي ډول په ټيټه درجه كې روان وي.

9.    طفيلې عادت، يا په نورو بشپړه اتكاكول، ان تردې چې په ځانګړو چاروكې هم دنورو څخه دا هيله لري  چې دهغه پرځاى فكر وكړي، عقل او فكر يې جامد شي، او لكه طفيلې نبات دنورو په مرسته او څانګو پورته ځې، كله چې هغه څانګې وچې شي، ددې ژوند ورسره هم پاي ته ورسيږي، مګر دنوروسره مشوره يا په ښه كار كې ترينه استفاده كول  نه يواځې داچې ناوړه خبره نه ده بلكې دعقل غو ښتنه ده.

10.    دحواسو لټې، ځكه حواس دفكر كړكۍ او دعقل لارې دي، لكه سترګې، غوږونه، لاسونه، ژبه اوپوزه (باصره – سامعه – لامسه- ذائقه – اوشامه) هر كله چې انسان خپل حواس په ګړندې كاركولواواحساس روږدې كړي تل ترينه ښه ګټه اخيستلاي شي  اوچې كله يې په لټۍ اوبيكارۍ عادت كړي له كاره ولويږې اوحال يې داسې شي لكه چې الله تعالي فرمايې (وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالإنْسِ لَهُمْ قُلُوبٌ لا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لا يَسْمَعُونَ بِهَا أُولَئِكَ كَالأنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُولَئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ (د الاعراف  سورت، ۱۷۹اّيت.

دوزخ ته مو ډير انسانان او پيريان پيداكړي دي ځكه دوۍ په زړونو پوهه نه كوي، په ستر ګو ليدل نه كوي، او په غوږونو اوريدل نه كوي، دوۍ لكه دڅارويوپه څير بلكې له هغوۍ  څخه هم ډير بې لاري دي، هغوۍ غافلان اوناپوهه دي.

11.    دجدال او ځان ښودنې په ازميښت كې واقع كيدل، ځكه داناوړه صفت انسان په مقابل لورې دبرې لپاره دباطل پلوۍته هڅوې، چې دخلكو ترمنځ دكينې او دښمنۍ سبب ګرځې، يووالې اواتحاد ته زيان رسوې، دانسان فكر اوشخصيت ته بې ګټې مصروفيت اوتشويش پيداكوي، د نوښت مخنيوى كوي .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close