غوره لیګ: ننګرهار لوبډلې کندهار او بلخ لوبډلې کابل ځوانانو ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۵)

د افغانستان غوره لیګ سياليو په دوهمه لوبه کې د ننګرهار ليپرډز لوبډلې په شپږو ويکټو د کندهار نايټز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د کندهار لوبډلې وګټله او لومړی يې توپ وهنه وکړه چې په ټاکلو شلو اورونو کې يې نهه لوبغاړي وسوځېدل او مقابلې لوبډلې ته يې د (يوسل نهه دېرش) منډو هدف وټاکه.

د کندهار لوبډلې لپاره ډيرې ۳۹ منډې کريم جنت، ورپسې اوبرين ۲۲، نجيب ځدراڼ ۱۷ او پاول سټرلينګ ۱۸ منډې وکړې.

د ننګرهار لوبډلې ټاکلی هدف په نوولسم اور کې پوره او به يې په خپل نوم کړه.

د ننګرهار لوبډلې لپاره ۳۲ منډې نجيب تره کي، بيا جانسن چارلس ۳۰ منډې، حشمت الله شهيدي ۲۶ منډې او شفيق الله شفق تر ټولو زياتې ۳۵ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو.

دغه راز پرون د غوره لیګ درېيمه لوبه د بلخ لېجنډز او کابل ځوانانو تر منځ وه چې بلخ لوبډلې په اتو ويکټو ګټله.

د لوبې پچه د بلخ لوبډلمشر محمد نبي وګټله او کابل ځوانانو ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

کابل ځوانانو بلخ ته د ۱۷۷ منډو هدف وټاکه چې د بلخ لوبغاړو ټاکلی هدف په نوولسم اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او لوبه يې وګټله.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close