غوره لیګ: کابل ځوانانو کندهار لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۵)

د افغانستان د غوره ليګ سياليو په شپاړلسمه لوبه کې کابل ځوانانو کندهار لوبډلې ته په څلورو ويکټو ماتې ورکړه.

پچه د کابل ځوانانو لوبډلې وګټله او کندهار لوبډلې ته يې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

کندهار لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو (يوسل دوه پنځوس) منډې جوړې کړې.

د کندهار لوبډلمشر اصغر افغان شپیته منډې جوړې کړې، ناصر جمال اته ويشت، نجيب الله ځدراڼ پنځه ويشت منډې وکړې.

د کابل ځوانانو ټاکل شوی هدف په شلم اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره او لوبه يې وګټله.

د کابل ځوانانو لوبډلې ته رونچي يودېرش، حضرت الله ځاځي شپاړلس او اېونز دوه دېرش منډې وکړې.

ټاکل شوې چې د دغه سياليو په لړۍ کې نن چهارشنبه بلخ له ننګرهار او پکتيا له له کندهار سره لوبه وکړي.

دغه لوبې د افغانستان پر وخت د ماذیګر څلورنيمې بجې پيليږي او د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې کېږي.

د غوره لیګ سياليو د نومرو په جدول کې د بلخ ليجنډ لوبډله د پنځو برياو او يوې ماتې سره تر دې دمه په لومړي ځای کې ده.

د پکتيا پنټرز لوبډلې له شپږو لوبو څلور ګټلي چې په دوهم درجه کې ده، کابل ځوانانو له شپږو سياليو درې ګټلي چې درېیم ځای يې خپل کړی، ننګرهار او کندهار لوبډلې د جدول وروستۍ دي چې تر نورو لوبډلو يې برياوې کمې او ماتې زياتې دي.

د افغانستان د غوره لیګ سيالۍ د اکتوبر په (پنځه ويشتمه) پيل شوي او ټاکل شوې چې راتلونکې یک شنبه يې پايلوبه ترسره شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close