غور: بالامرغاب کې لس امنيتي سرتيري وژل شوي- ۱۱ طالبانو ژوندي نيولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۱۲) الماس خدرخېل

د غور ولايت په مرغاب ولسوالۍ کې يوې امنيتي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې په دغه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته رامنځته شوه، چې په پايله کې يې لس سرتيري وژل شوي او يو شمېر نور يې لادرکه دي.

نښته تېره ورځ غرمه مهال د بند غلمين په سيمه کې رامنځته شوې ده.

بل پلو وسلوالو طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، چې په دې نښته کې يې شاوخوا ۱۰ تنه امنيتي سرتيري وژلي او يوولس تنه نور يې له ځان سره اسيران کړي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي جګړه، چې تېر ماښام شپږ بجو پورې روانه وه، د دوی په خبره له افغان ځواکونو يې يوه رينجر موټر، يو ثقيل، يو راکټ، يو درازکوف او يو شمېر نور نظامي توکي هم نيولي دي.

په پېښه کې دوه تنه طالبان هم زخميان شوي دي.

تر دې دمه حکومتي چارواکو رسنيو ته په دې اړه څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close