غور: د برېښنا بند جوړولو شرکت قراردادي تښتېدلی- کار يې نيمګړی پاتې دی

د وکيل په خبره، ټاکل شوې وه چې د دغې بند چارې سږ کال بشپړې شي خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله يې يواځې نولس سلنه چارې بشپړې شوي او نور کار نيمګړی پاتې دی.

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، کب ۱۳) په غور ولايت کې د پوزليچ برېښنا بند جوړولو چارې د دغې بند د جوړولو شرکت قراردادي د تښتېدو له کبله په ټپه ولاړې دي.

د هریرود فرعي حوزې رئيس محمد امين وکيل وايي، د پوز ليچ برېښنا بند د جوړولو قرارداد د “روس الکترو” په نوم يوه شرکت سره شوی و، خو دوه مياشتې مخکې د ياد شرکت قراردادي تېښته وکړه او اوس مهال يې د جوړولو چارې په ټپه ولاړې دي.

د وکيل په خبره، ټاکل شوې وه چې د دغې بند چارې سږ کال بشپړې شي خو د حکومت د نه پاملرنې له کبله يې يواځې نولس سلنه چارې بشپړې شوي او نور کار نيمګړی پاتې دی.

په ورته وخت کې د غور د ولايتي شوار غړی عبدالبصير قادري هم د پوزليچ برښنا بند جوړولو چارو د ټکني کېدو له کبله اندېښنه څرګندوي وايي چې حکومت د دغې برېښنا بند جوړولو لپاره هيڅ اراده او پلان نه لري.

قادري زياتوي، تر دې مخکې هم د غور اوسېدونکو د دغې بند جوړولو لپاره اعتراضونه کړي خو حکومت ورته هيڅ پاملرنه نه ده کړې او ګواښ يې وکړ که دا ځل حکومت د پوزلېچ بند جوړولو چارې پيل نه کړي نو د حکومت له ملاتړه به لاس واخلي.

څو اوونۍ مخکې هم د دغې برېښناکوټ د پروژې ساتونکو د تنخوا د نشتوالي له کبله شکايت درلود او په وينا يې چې له څو مياشتو راهيسې يې تنخواګانې نه دي اخيستي.

د دغې بند د جوړېدو تړون په ۲۰۱۵م په اپريل کې د پنځلس نيم ميلونه ډالرو په ارزښت له «روس الکترو» بهرني شرکت سره لاسليک شو او ټاکل شوې وه چې د ۲۰۱۹ تر نيمايي پورې يې ټول کار بشپړ شي خو د سيمه ييزو مسئولينو په وينا تر اوسه درېيمه برخه کار هم نه دی شوی.

پوزلیچ بند د غور مرکز ته نږدې د هريرود پر سر جوړيږي او تر جوړېدو وروسته به د څلور ميګا واټه برېښنا د توليد ظرفيت ولري او خلکو ته د برېښنا ورکولو تر څنګ به ډیری کرنيزې ځمکې هم خړوبې کړي.

ويل کېږي، د دغې بند د جوړولو تړون له روسي شرکت سره شوی خو هغوی يې چارې بل شرکت ته وسپارلې او هغوی بيا راتب جاويد په نوم درېيم شرکت ته سپارلي چې له کبله يې د دغې بند د جوړولو کار په ټپه ولاړ دی.

په هېواد کې ډيری وخت په ملي پروژو کې فساد او د قراردادي شرکتونو د تېښتې او يا سم کار نه کولو له کبله يو شمير مهمې پروژې نيمګړې پاتې کېږي او وخت ناوخت پکې د قراردادي شرکتونو د ناغيړۍ له کبله ناسم مواد کارول کېږي چې ډېر ژر له منځه ځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close