غور: د شهرک ولسوالۍ امنيه قومندان د طالبانو برید کې وژل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۴)

د غور ولايتي چارواکي وايي، د طالبانو بريد کې د غه ولايت د شهرک ولسوالۍ امنيه قومندان وژل شوی دی.

د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي وايي، د شهرک امنيه قومندان ضياءالحق خوشنود نن ماسپښين د یادې ولسوالۍ مربوط د “لیلی” په سيمه کې د طالبانو په کمين کې ووژل شو.

نوموړی وايي، په دغه کمين کې د امنيه قومندان د وژل کېدو سربيره دوه عسکر هم وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون ماذيګر د بادغيس ولايت د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان محمد اسماعيل هم د طالبانو له خوا د ماين په چاودنه کې وژل شوی و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close