غور: د هوايي ځواکونو اړوند چورلکه نسکوره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵لړم ۲۴) الماس خدرخېل

د غور چارواکي وايي، چې د دغه ولايت مرکز فيروزګوه په سيمه کې د افغان هوايي ځواکونو اړوند يوې پوځي چورلکې بېړنۍ ناسته کړې ده.

د غور ولایت امنیه قوماندان جنرال مصطفی محسني رسنيو ته ویلي، چې “دا هلیکوپټر د فیروزکوه په شمال کې زموږ په پوځي عملیاتو کې شامله وه. خپله دنده یې سرته رسولې وه او د راستنېدو پر مهال چې هوايي ډګر ته نېږدې رارسېږي تخنیکي عارضه ورته پیدا کېږي او کینې خو هېڅ چاته زیان نه‎دی اوښتی.”

بل پلو وسلوال طالبان وايي، چې تېره ورځ غرمه مهال يې په ياده سيمه کې له امنيتي ځواکونو سره سخته جګړه کړې او د هوايي ځواکونو اړوند يوه چورلکه يې د دهشکې په مټ رانسکوره کړې ده.

طالبانو رسنيو ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغه جګړه کې يې د امنيتي ځواکونو يو ټانګ هم ويجاړ کړی دی.

عيني شاهدان وايي، چې د پېښې پر مهال يې د ډزو اوازونه اورېدلي. دوی زياتوي، چې چورلکې اور اخيستی او په بشپړه توګه له منځه تللې ده شايد عمله يې هم پکې ټول له منځه تللي وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close