غور: د واورې د ورښت له کبله د غور ټولې لارې بندې شوي دي

کابل ټکی کام ۰۶سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان د هغه ولایتونو له جملې څخه چې په ژمي کې زياته واوره پکې وریږي، یو هم غور ولایت دی.
په دې ولايت کې هر کال وګړي د ژمي د سړې هوا او د واورې د ورښت له کبله له ستونزو سره مخ وي.
د غور ولایت د بېړني حالت کمېټې رئيس حمیدالله داد فر رسنیو ته خبر ورکړی دی چې په غور ولایت کې له ماښام څخه سخته واوره پیل شوې ده چې تر اوسه دوام لري.
ده وویل، د واورې د ورښت له کبله د ټولو ولسوالیو څخه مرکز ته غزېدلې لارې بندې شوي دي، د ده په خبره «که څه هم تر اوسه کومه پېښه نه ده را منځته شوې، خو که ورښت زيات شي نو انساني ناورین به جوړ شي.»
ده همدا شان وویل، د واورې د ورښت له کبله که خلکو ته زیان ورسېدو، نو اداره یې داسې څه په لاس کې نه لري چې ورسره مرسته وکړي.
حمیدالله پخپلو څرګندونو کې د بېړنیو مرستو نه زېرمه کولو له امله حکومت، کورني او ځیني بهرني مرستندویه بنسټونه یې په بې پروايۍ تورن کړل.
ده زیاته کړه، که ورښت همدا ډول دوام کړي نو ښايي چې د دغه ولایت اوسېدونکي به د سونګ توکو او روغتیایي خدمتونو څخه محروم شي.
له بلې خوا د غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي وايي چې د طبیعي پېښو پر ضد مبارزې ادارې د یو میلیون او اته زره افغانیو په ارزښت خوراکي او غیر خوراکي توکي زېرمه کړي خو دی وایي چې د طبیعي پېښو د را منځته کېدو په وخت کې دا مرستې نه بس کیږي.
د یادولو ده چې هر کال ژمی د هېواد د ډېری ولایتونو خلک د واورې د ورښت له کبله له ستونزو سره مخ وي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close