غور: د پنځو قومندانانو په ګډون ۶۵ اربکيان طالبانو ته تسليم شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۸)

د غور ولايت په دولینه ولسوالۍ کې د پنځو قومندانانو په ګډون پنځه شپيته اربکيان له خپلو وسلو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو د يادو قومندانانو تسليمېدل تاييد کړي او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې ويلي چې دغه کسان د يادې ولسوالۍ مربوط د “خواجه ګان، سوخته، نادانک، او سلمين” سيمو اوسېدونکي دي.

خبرپاڼه کې د يادو پنځو قومندانانو نومونه په دې ډول دي: ( قومندان ضاء الدین ، فضل احمد، حیات الله ، محمد  او عبدالولي)  زياتوي چې دوی په سيمه ييزو پوليسو “اربکيانو” کې دندې کولې خو له خپلو شپيتو تنو اربکيانو سره يوځای د حقایقو په درک کولو طالبانو ته تسليم شوي دي.

طالبانو ته ورغليو سيمه ييزو پوليسو خپلې شپږپنځوس ميله وسلې هم طالبانو ته سپارلي چې د طالبانو په وينا په دغه وسله کې پنځوس ميله کلاشينکوفونه، دوه راکټونه، څلور ثقيلان شامل دي.

وړمه ورځ هم د غور مرکز اړوند د “بیدان، سردشت، بایکان، شب شدګي، غلام حسنا او کشک” سيمو د سل کليو خلکو له طالبانو خپل ملاتړ اعلان کړ او هغوی سره يې د  ۱۱۸۵ بېلابېل ډوله وسلو مرسته وکړه.

په وروستيو کې له غور ولايت څخه په پرلپسې ډول راپورونه ورکول شوي چې د ولايت په بېلابېلو سيمو کې خلکو د طالبانو ملاتړ کړی او د هغوی د واک سيمه پراخه شوې ده.

د شنونکو په باور ، د امريکا له نوې تګلارې سره چې وايي “افغان حکومت دې له ليرې پرتو سيمو خپل ځواکونه په شاه کړي” ښايي د هېواد په ډيری سيمو کې سيمه ييز اربکيان له خپلو دندو لاس په سر او طالبانو ته تسليم شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close