غور ولايتي شورا: د دولتي ځواکونو او اربکيانو تر منځ نښته روانه ده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۱۴)

د غور ولايت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې له تيرې شپې راهيسې د دولتي ځواکونو او د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) تر منځ شديده جګړه روانه ده.

ویل کېږي دسيمه ييزو پوليسو قوماندان علي پور له تيرو څو ورځو راهيسې د میدان وردګو له بهسود ولسوالۍ څخه په خپل سر د غور لعل او سرجنګل ولسوالۍته تللی چې هلته يې د نيولو امر شوی.

د غور د ولايتي شورا غړی عبدالحميد ناطقي وايي، قوماندان علي پور د ولسي جرګې د غړي او پخواني جهادي قوماندان حیدرعلي په امر لعل او سرجنګل ولسوالۍ ته تللی دی.

د ناطقي په وينا، له وړمې شپې راهيسې قومندان علي پور د امنيتي ځواکونو تر څار لاندې دی او تر دې دمه لا هم نه دی تسليم شوی زياتوي نوموړی مقاومت کوي او د دواړو خواوو تر منځ نښته روانه ده.

نوموړی وايي، دغه نښته د يادې ولسوالۍ په اسداباد کلي کې روانه ده چې تر دې دمه پکې يوه ميرمن او دوه نارينه وژل شوي دي دي.

په عين حال کې د غور د والي وياند عبدالحی قطيبي وايي، چې قوماندان علي پور يو جنايت کار سړی دی چې په باميان او میدان وردګ ولايتونو کې بري جنایتونه کړي اوس غور ته راغلی زياتوي چې د نوموړي د نيول کېدو امر د ولايت مقام ورکړی دی.

خطيبي زياتوي، د قوماندان علي پور نيولو لپاره امنيتي ځواکونو رسېدلي خو نوموړی مقاومت کوي چې د هغه څو کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې زياتوي ډير ژر به ونيول شي.

د ولسي جرګې يو شمير غړو او ځينې پخوانيو جهادي قومندانانو په خپلو ولايتونو کې د اربکيانو، محلي پوليسو او یو شمير نورو نومونو خلک وسله وال کړي چې وخت ناوخت د عامو خلکو د زورولو لامل شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close