غور ولايتي شورا: مسافر د دولت تر حاکميت لاندې سيمه کې وژل شوي، يو تن هر وخت ورته جنايت ترسره کوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۸)

د غور چارواکي وايي، چې د غور- هرات پر لويه لاره د نامعلومه وسله والو په ډزو شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د چارواکو په وینا، دغه کسان چې د دایکندي ولايت اوسېدونکي دي او غوښتل يې چې له هرات ولايت څخه غور ته ولاړ شي خو په لاره کې د وسله والو له لوري لومړی لوټ شوي او وروسته يې پر موټر ډزې شوي دي.

د مومنې په نوم يوې ميرمنې چې په ياده پېښه کې ټپي شوې رسنيو ته ويلي، چې لومړی يې دوه تنو وسله والو په برخه خانه سيمه کې موټر ودراوه، له ټولو مسافرو يې مبايلونه او پيسې ټولې کړې او وروسته يې د موټر په دواړو خواوو په موټر کې پر ناستو کسانو ډزې وکړې چې په ترڅ کې يې درې تنه ووژل شول او درې نور ټپيان شول.

په عين حال کې د غور د ولايتي شورا غړی عبدالحميد ناطقي وايي، چې دغه پېښه د دولت تر حاکميت لاندې سيمه کې رامنځته شوې زياتوي په سيمه کې يو تن پېژندل شوی کس هميشه د خلکو وژنه کوي.

د ناطقي په وينا، په سيمه کې يو تن هميشه ورته ډول عمل تکراروي، هر وخت مو چې قومندانۍ او ولايت ته د هغه د نيولو ويلي هغوی وايي چې مونږ يې نيسو خو په اړه يې هيڅ اقدام نه کوي.

نوموړی وايي، که دولت د مجرم د نيولو په اړه بې پروايي کوي خلکو ته دې وواي چې خلک خپل امنيت په خپله ونيسي ځکه په وينا يې دا اول وار نه دی چې دا کار کېږي بلکې دا څو یم ځل دی چې ورته ډول جنايت تکراريږي.

برخه خانه سيمه د مرکز غور په څلوېښت کيلومترۍ کې موقعيت لري چې تر دې مخکې هم پکې ورته ډول پېښې رامنځته شوي دي چې ځايي اوسېدونکي يې د نامسوله وسله والو او لارو شکوونکو کار بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close