غور: ولسي خلکو خپلې سلګونه میله وسلې دملاتړ په موخه طالبانو ته سپارلې

 

راپورونه وایي چې په غور کې څو لوی نفوس لرونکو کلیو له طالبانو څخه خپل ښکاره ملاتړ اعلان کړی او دې ډلې ته یې سلګونه میله سپکې او درنې وسلې سپارلې دي.

سرچینې وایي، د دې کلیو د کورنیو شمیر تر ۱۵ زرو اوړي او ۱۰۰ کوچني کلي په بر کې را نیسي چې مشر یې تیره ورځ په یوه غونډه کې د ټولو وګړو په استازولۍ له طالبانو ښکاره ملاتړ اعلان کړ.
طالبانو د خلکو دا لوی ملاتړ تائید کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې “ تېره ورځ د غور ولایت د فیروز کوه اړوند د بیدان ، سر دشت ، بایکان ، شب شدګي، غلام حسنا، کشک دسیمي خلکو چې په ۱۰۰ کلیو او شاوخوا ۱۵۰۰۰ کورنیو مشتمله پراخه سیمه ده دحقایقوپه درک کولو سره داسلامي امارت له مجاهدینو خپل بشپړ ملاتړ اعلان کړ“

طالبانو ویلي چې د ټولو کلیو په استازولۍ ورته قومي مشر حاجي عبدالرحمن د زرمیله ( ۱۰۰۰) کلاشینکوفونو ، سل میله (۱۰۰) پیکا ماشیندارو ، اتیا (۸۰) آرپي جي راکټونو ، ۲ دهشکو ، ۳ هاوانونو په ګډون ګڼ نورو مهمات ورسپارلي او له طالبانو څخه یې خپل قوي ملاتړ اعلان کړی دی.
باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په دومره لویه کچه ولسي خلک له طالبانو څخه خپل مالي او ځاني ملاتړ اعلانوي، تر دې وړاندې په قاریاب، بادغیس او د شمال په ډیری ولایتونو کې په جمعي توګه زرګونو ولسونو له طالبانو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close