غور: يوه قومندان طالبانو ته ۵۵ ميله وسلې سپارلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۴) د غور ولايت په دولين ولسوالۍ کې يو سيمه ييز قومندان له خپلو کسانو سره طالبانو ته تسليم شوی او هغوی ته يې ۵۵ ميله وسلې سپارلي دي.

ځايي خبري سرچينې وايي، د یادې ولسوالۍ مربوط په زرقان کلي د “سرور” په نوم يو قومندان چې په خپله سيمه کې د پنځه سوه کورنيو مشري هم په غاړه لري له طالبانو ملاتړ اعلان کړی دی.

طالبانو په يوې خبرپاڼې له دوی سره د نوموړي قومندان يوځای کېدل تاييد کړي زياتوي چې: ” قومندان سرور  مجاهدینو ته ۵۰  میله کلاشینکوفونه ، ۲ راکټونه او ۳ میله پیکاماشیندارونه   او نور مهمات ورکړل.”

خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي قومندان او د سيمې اوسېدونکو کلکه ژمنه وکړه چې له دې وروسته به طالبانو سره همکارۍ ته دوام ورکوي او د هغوی ملاتړ به کوي.

د غور ولايت په زیاته برخه خاوره طالبان واکمن دي چې د ياد ولايت ډيری اوسېدونکي خپلې فيصلې هم پر طالبانو حلوي.

نږدې يوه اوونۍ مخکې د غور د والي وياند عبدالحی خطيبي ويلي و چې د دغه ولايت د ډيری ولسواليو مرکزونه يې د امنيتي ګواښونو له کبله مرکز ته لېږدولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close