غور: يوه پوليس خپل دوه ملګري په ډزو وژلي- درې ټپيان دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۴) د غور سيمه ييز چارواکي وايي، په دغه ولايت کې د نظم عامې يو تن پوليس په خپلو ملګر ډزې کړي او پنځو پوليسو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د غور د پوليسو قوماندان غلام مصطفی محسني د دغې پېښې په تاييد سره وويل: په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي او درې تنه نور سخت ټپيان دي.

ويل کېږي، بريد کوونکی پوليس د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

تر اوسه د دغه بريد په اړه نور معلومات نه دي ورکول شوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې يو افغان پوليس خپل ملګري د خپل ټوپک هدف ګرځوي، بلکې تر دې مخکې هم دغه ډول پېښې شوي، چې د ځينو بريدونو مسئوليت طالبانو منلی او ويلي يې دي چې د افغان پوځ په ليکو کې د دوی سلګونه نفوذي کسان ځای پر ځای شوي چې د موقع نه په استفادې به په بهرنيو او دولتي لوړپوړو چارواکو او منسوبينو بریدونه کوي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close