غور چارواکي: د يو شمير ولسواليو دفترونه مرکز ته لېږدول شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۰) د غور ولايتي چارواکي وايي، د دغه ولايت د یو شمیر ولسواليو دفترونه مرکز فيروز کوه ته لېږدول شوي دي.

د غور د والي وياند عبدالحی خطیبي وايي، په غور کې د ډيری ولسواليو مرکزونه د زياتېدونکو امنيتي ګواښونو له کبله د ياد ولايت مرکز ته لېږدول شوي او په مرکز کې به د خلکو د ستونزو د حل لپاره کار کوي.

مسئولین وايي، دا چاره يې د لنډې مودې لپاره ترسره کړې او چې سيمه کې امنيتي وضعيت ښه شي ټول دفترونه به بيرته ولسواليو ته ولېږدول شي.

په عين حال کې د دغه ولايت اوسېدونکي وايي، چې تر دې مخکې هم د ياد ولايت ډيری خلکو خپلې ستونزې د طالبانو محکمو ته او قومي مخورو ته وړلې خو له دې وروسته به د ولسواليو ټول اوسېدونکي خپلې فيصلې په طالبانو حل کوي.

د راپورونو پر بنسټ، د غور ولايت زياته برخه خاوره د طالبانو تر حاکميت لاندې ده او د ولسواليو ډيرې سيمې يې تر خپلې ولکې لاندې راوستي چې د دغه ولايت ډيری اوسېدونکي خپلې فيصلې د طالبانو محکمو ته وړي او پر هغوی يې فيصله کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close