غور چارواکي: طالبانو يوځل بيا د “خواجه ګان” مهمه سيمه ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) د غور ولايتي چارواکي وايي، طالبانو د دولینه ولسوالۍ مربوط د “خواجه ګان” مهمه سيمه له دولتي ځواکونو نيولې ده.

د غور د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال نظامي وايي، تېره شپه طالبانو د يادې ولسوالۍ په مربوطاتو کې بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د خواجه ګان مهمه سيمه د طالبانو لاسته لوېدلې او دوه سيمه ييز پوليس او شپږ طالبان پکې وژل شوي دي.

په تېره مئ مياشت کې هم طالبانو ياده سيمه نيولې وه چې وروسته بيا حکومتي ځواکونو عمليات وکړ ل او طالبانو د ملکي تلفاتو اوښتو له ويرې شاتګ ته اړ شول.

خو سيمه ييزې سرچينې وايي، تېره شپه يوځل بيا طالبانو برید وکړ چې په پايله کې يې د خواجه ګان سربيره، سیلمين، قيصارک او څو نورې سيمې هم ونيولې.

د سيمې يو تن اوسېدونکی نصيراحمد وايي، په نښته کې يو شمير سيمه ييزو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او پاتې نورو خپل مرکزونه پرېښي دي.

د خواجه ګان سيمې په نيولو سره طالبان کولی شي د مرکز فيروزکوه او شپږو ولسواليو تر منځ لاره د دولتي ځواکونو پر مخ وتړي  او د غور مرکز ته نږدې خپل ولسوال فعاليتونه پراخ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close