غور: ښوونکو د پوهنې رياست مخې ته اعتراضيه خيمه وهلې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۶) د غور ولايت سلګونه ښوونکو نن د دغه ولايت د پوهنې رياست مخې ته اعتراضيه غونډه وکړه او وروست يې د پرلت لپاره خيمه ووهله.
د غور د ښوونې رياست مخې ته د ۱۱۳ بابه ښوونځيو ښونکو په دغه اعتراضيه غونډه کې برخه اخيستې وه.
د غور ښوونکي وايي، له تېر څه باندې يوه کال راهيسې ورته دولت معاشونه نه دي ورکړي او هر ځل چې د پوهنې رياست ته ورغلي د درواغو ژمنې ورسره شوي دي.
ښوونکو ګواښ وکړ، که ژر تر ژره يې تنخواګانې ورنه کړل شي نو د پوهنې رياست اړوند ټول ښوونځي به د زده کوونکو پر مخ وتړي.
په ورته وخت کې د غور د پونې رياست سرپرست احمد مبارز ښوونکو ته د معاشونو د نه ورکړې پړه د ملي امنيت پر پخواني رئيس اچوي زياتوي چې نوموړي رئيس مرکزي ادارې ته راپور ورکړی و چې په دغه ولايت کې ښوونځي تړل شوي دي.
د مبارز په خبره، ترڅو چې ملي امنيت رياست خپل راپور بېرته وانخلي تر هغې د ښوونکو معاشونه نه ورکول کېږي.
د غور ولايت د ملي امنيت رياست په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.
د راپورونو له مخې، دا مهال د ګڼو ولايتونو د ښوونکو معاشونه د دولت له لوري ځنډول شوي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې د غور ښوونکي د معاشونو د نه ورکړې له کبله اعتراضيه غونډه کوي او پرلت وهي بلکې تر دې مخکې د کندهار ، غزني او ننګرهار سلګونه ښوونکو ورته ډول اعتراضیه غونډې کړي او له حکومت څخه يې د خپلو معاشونو د ورکولو غوښتنه کړې ده.