غوزان(چهارمغز) د زړه د ځينو ناروغیو په مخنیوي کې درسره مرسته کوي

د چارمغزو یا غوزانو له ګټې هیڅ څوک هم سترګې نشي پټولای.

په یوه تازه څېړنه کې جوته شوې  ده، که تاسو په خپل ورځني ژوند کې هره ورځ غوزان وخوری، نو د زړه د ناروغیو او د وینې د کولېسټرول له ستونزې به پاک او صحتمند ژوند ولری.
د یونیورسټي آف پنسلوانیا د غذایي موادو یو څېړونکی ډاکتر (پیني کرس) په خبره؛ که د ورځې پنځه غوزان یا درې، د چایو د کاشوغې په اندازه د غوزانو تېل وخوری، نو دا به ستاسو د زړه د شیریانونو او د وینې په دوران کې ډېر ګټور تمام شي، او یواځې ۴ ساعته وروسته به دغه تغیرات پخپل بدن کې ووینی.
څېړونکو زیاته کړې ده، که د غوزانو خوراک روزانه کړو نو دې سره به زړه پیاوړی شي او د زړه د ناروغیو مخنیوی به مو وکړي.
د څېړونکو په وینا که څوک د زړه له کومې ستونزې سره مخ وي او یا یې د زړه عضله کمزورې شوې وي نو هره ورځ دې درې یا څلور چارمغزه خوري چې په دې سره به د زړه له یو شمېر ناروغیو وژغورل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close