غولوونکې ټاکنې / نعمان لطیف

نعمان لطیف

یوسف پیغمبر چې دمصر په بازار کې خرڅېده یؤې ناچارې بوډۍ هم له ځانه سره دپیسو همیانۍ اخیستې او دخرڅلاؤ میدان کې ولاړه ده. چا پوښتلې ده چې ابۍ! ددې غلام قیمت خورا لؤړ دی، دومره دراهِم لرئ چې دا لؤړ بیه غلام پرې واخلئ؟

بوډۍ ورته ویلي بچیه د اخیستلو په امید نه یم راغلې، غواړم دیوسف خریدارانو کې شمار شم.

افغانستان کې امریکایانو د انتخاباتو غولؤنکې نعره اچولې ده چې ورسره جوخت د انتخاباتو په موده کې غوغا او کش پش جوړ شي او هر کس و ناکس د اشغالګرو په موجودیت او سازشونو غوږونه مړه واچوي او د ولس دنمائندګي خوبونه لیدل شروع کړي.

په یو څو پېژندل شویو او غرب ته په مطرحو څېرو برسېره د هر کلي، او هرې کوڅې ددؤو پیسو خان، ملا او ملک پایڅې پسې بډ وهلي وي. له خپلو سترو انځورونو سره یې درواغجن شعارونو  لیکلي او چاپ کړي وي او بیا یې دښارونو ښکلا پرې بدرنګه کړې وي. بېچاره خپله هم کرۍ ورځ یؤه خوا او بله خوا ځغلي راځغلي او ولس ته یې هم په تګ راتګ کې موانع ایجاب کړي وي.

هغه کاندیدان چې انتصابي دي کوم کونج کې بېغمه ناست وي او ممکن دتېر ایستونکیو انتخاباتو دلباسي شفافیت په شعارونو غولؤل شویو کاندیدانو پورې به خاندي.

هغوی پوهیږی چې ټاکنه او انتخاب د ولس په رایو نه دی، انتخاب خارجي سفارتونو او د ‘Democracy For Afghanistan’ په دفتر کې کیږي.

تېرو ټاکنو ته زموږ یو داسې کلیوال کاندید ؤ چې دکمپائن په پای کې یې دپلار ورته ګټلې له ټولې شتمنۍ په لاس پرېمنځلو سربېره زرګونه ډالر اضافي قرضداری شو چې دادی تر اوسه له قرضدارو پټ ګرځي.

یو بل کاندید دی خورا چالاکه دی. یو څو نفر کرایه کړي او هاوهو جوړ کړي، چې لیږ ملاتړ پیدا کړي دکوم مطرح کاندید سره خبره وکړي او خپله رایه په ګټه په همهغه ورخرڅه کړي.

له دوی ځینې داسې انګیري چې ګواکې دټاکنو پروسه په رښتیا روڼه او شفافه ده او انتخاب د ولس په لاسونو کې دی خو په تمامو غریبو، وروسته پاتیو او په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې دملي زعامت د انتخاب حق له ملیتونو اخیستل شوی دی او تیار عیار له غربي هېوادونو ورته استؤل کیږي.

افغانستان کې دبېکارۍ ګراف ورځ تر بلې مخ پورته رؤان دی او دیؤې ګوله ډوډۍ پیدا کولو لپاره مسلکي ځوانان له هېواده رؤان دي اروپا او خلیجي هېوادونو کې شاقه کارونه کوي؛ په داسې حالاتو کې افغانان ټاکنو او ډېموکراسي ته اړتیا نه لري، هغه پرېمانه ډالر چې دملت له بودېحې په غولؤنکو ټاکنو مصرفیږي پکار ده دملت په وږیو تږیو مصرف شي او دکاندیدانو په کش پش او کمپائنونو مصرفیدونکې پیسې دې دملت ځوانانو ته په کار پیدا کولو مصرف شي.

په اوس کې دډېرو ځوانانو غوښتنه داده چې انتخاب دې نه وي انتصاب دې وي، مګر دملت وږیو تږیو او له هېواده وتونکیو مسلکي او تعلیم یافته ځوانانو ته دې دیؤې ګوله مړۍ غم وخوړل شي او په لباسي او غولؤنکیو انتخاباتو مصرفیدونکې بودېجه دې دفابریکو په جوړؤلو، په حکومتي اداراتو کې په لؤړه کچه دموجود اداري فساد پر ختمؤلو او کاري زمینه سازي ولګؤل شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close