غوڅ ملاتړ: په غزني کې مو نن درۍ سرتیري ووژل شو ۴نور ټپیان دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۶)

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت ومنله چې په  غزني ولایت کې یې ۷ تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د قاطع ماموریت له دفتر څخه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن درۍ (۳) تنه امریکایی عسکر په غزني کي د ماین په چاودنه کي وژل شوي او درۍ نور ټپيان دي.
اعلامیه زیاتوي چې په پیښه کې یو تن امریکایی قرار دادي عسکر هم ټپي شوی دی.

طالبانو د نن ورځې په سر کې خبر ورکړ چې د غزني د مرکز اړوند “شهباز“ سیمه کې د امریکایي ځواکونو پر قطار د دوی له خوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه شوې چې شپږو امریکایي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.
په یو بل خبر کې ویل شوي چې نن د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې هم ورته پیښه رامنځته شوې چې دریو امریکایي عسکرو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې خو دقاطع ملاتړ ماموریت یې په تړاو کوم سپـیناوی نه دی کړی.
که څه هم امریکایان وایي چې سږکال یې په افغانستان کې ټولټال ۱۳ عسکر وژل شوي خو غیر رسمي راپورونه دا شمیرې د لسګونو په شاوخوا کې ښیي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close