فارياب: دولتي عسکرو دوه قرارګاوې او اته ويشت پوستې خوشې کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۴)

د فارياب ولايت په المار او قیصار ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو دوه قرارګاوې او اته ويشت پوستې خوشې کړي دي.

د قیصار ولسوال حاجي رحمت الله تاييدوي چې ځواکونو په دغه ولسوالۍ کې ګڼ مرکزونه خوشې کړي خو د دغه پوستو د پرېښودو په اړه چې ولې يې خوشې کړي بې خبري ښيي.

د ولايتي شورا مرستيال صبغت الله سيلاب وايي، د يادو مرکزونو د خوشې کېدلو اصلي لامل د امريکا د ولسمشر وروستۍ ستراتيژي کيدلی شي.

د پوځ يو چارواکی جنرال عبدالحيد حميد وايي، دغه سيمې د حکومت په خوښه د دې لپاره چې د ځواکونو تلفات کم شي پرېښودل شوي دي.

د قیصار، غورماچ او المار ولسوالۍ د ميمنې او هرات پر لويه لاره پرتې دي چې د وروستيو معلوماتو پر اساس په تېرو نږدې شل ورځو کې د طالبانو د سختو بريدونو له کبله له یوسل پنځوس زيات عسکر وژل شوي او ټپيان شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close