فارياب: طالبانو د ملي اردو یوه قرارګاه او يوه پوسته نيولې؛ ګڼ شمير عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، کب ۲۶)

د ملي يووالي حکومت د دفاع وزارت په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې طالبانو تيره شپه د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې د ملي اردو پر قرارګاه او پوستو بريد کړی  چې په وينا يې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دفاع وزارت عسکرو ته د اوښتو تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړي خو زياتوي په دغه نښته کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي چې وروسته به يې رسنيو سره شريک کړي.

له بله پلوه طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، د قيصار ولسوالۍ په ارکليک سيمه کې يې د دولتي عسکرو يوه قرارګاه، یوه پوسته نيولې او د جګړې په ترڅ کې يوويشت عسکر وژل شوي چې جسدونه يې لا په سيمه کې پراته دي.

د مجاهد په وينا، په دغه جګړه کې په زياته اندازه وسلې، مهمات او څلور تنه عسکر طالبانو ژوندي نيولي دي.

دا په داسې حال کې ده چې له تيرو څو ورځو راهيسې طالبانو د بادغيس په بالامرغاب کې جګړه پيل کړې او تر دې دمه يې له دولتي عسکرو زياته سيمه لاندې کړې.

طالبان وايي، د بادغيس په جګړه کې تر دې دمه ۷۲ عسکر ژوندي نيول شوي، لسګونه نور وژل شوي، په زیاته اندازه وسلې د طالبانو لاسته ورغلي او لا هم جګړه روانه ده.

که څه هم طالبانو تر اوسه خپل پسرلني عمليات نه دي اعلان کړي خو د هيواد په بیلابيلو سيمو کې يې پر دولتي او نظامي تاسيساتو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close