فارياب: طالبان وايي درې پوځي قرارګاوې او اته پوستې يې نيولي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د فارياب ولايت په قرغان او اندخوی ولسواليو کې طالبانو د دولتي ځواکونو په قرارګاوو او پوستو بريدونه کړي چې د ځايي سرچينو او طالبانو په وينا دولتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه بريدونه د يادو ولسواليو مربوط په (کهنه قرغان، حسنک، نهدرک، ديګچي خانه، بيشکنت او ايماق خانه سيمو کې په دولتي پوستو او قرارګاوو ترسره شوي دي.

طالب وياند قاري يوسف احمدي په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکي: په يادو سيمو کې يې د جګړې پر مهال درې پوځي قرارګاوې او اته پوستې طالبانو نيولي چې په ترڅ کې يې يوويشت اربکيانو او عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، د جګړې په پايله کې يو هايلکس موټر او د يادو پوځي مرکزونو څخه يوه اندازه وسلې د طالبانو لاسته لويدلي دي.

ځایي امنيتي سرچينې د طالبانو بريدونه تاييدوي وايي چې په جګړه کې له پنځلس زياتو عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې خو تر اوسه يې په اړه دقيق معلومات نه دي ترلاسه شوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close