فارياب ولايتي شورا: پشتونکوټ کې درې سوه ځواکونه کلابند دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۷)

د فارياب د ولايتي شورا رئيس محمد طاهر رحماني وايي، چې د دغه ولايت په پشتونکوټ ولسوالۍ کې شاوخوا درې سوه سرتيري د طالبانو له لوري کلابند دي.

د رحماني په وينا، له تيرو څو ورځو راهيسې په دولت اباد او پشتونکوټ ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده په وينا يې دغه نښتې تيره زياتي شوي دي.

نوموړی زياتوي، په يادو ولسواليو کې شته عسکر چې اربکيان او اردو ده د طالبانو له خوا کلابند دي په خبره يې که نور اضافي ځواکونه ور ونه لېږل شي ښايي ډير ژر سقوط وکړي.

تر اوسه د ولايت چارواکو ا و د ولايتي شورا د رئيس څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

دا په داسې حال کې ده، چې تيره ورځ د پشتونکوټ مربوط د بندسرحوض او باغ نبي سيمو کې طالبانو د دولتي ځواکونو په پوځي قرارګاو او پوستو بريدونه کړي چې طالبان وايي په د جګړې په ترڅ کې يې درې لويې قرارګاوې او لس پوستې نيولي دي.

ځايي امنيتي سرچينې وايي، د جګړو پر مهال د عسکرو د وژل کېدو او د طالبانو د بريدونو له ويرې ډيری سيمه ييزو پوليسو خپلې دندې خوشې کړي او فارياب مرکز ته تللي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close