فارياب ولايتي شورا: پښتون کوټ کې څلور پوستې سقوط شوي- نهه عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۹)

د فارياب د ولايتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني وايي، د پښتون کوټ ولسوالۍ په چهارتوت سيمه کې طالبانو پر دولتي پوستو بریدونه کړي چې عسکرو ته پکې مرګ ژوبله هم رسېدلې ده.

د رحماني په وينا، طالبانو د چهارتوت سيمې څلور امنيتي پوستې سقوط کړي چې په ترڅ کې يې نهه سيمه ييز پوليس وژل شوي، يو طالبانو ژوندی نيولی او د دوو قومندانانو په ګډون اووه تنه نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، د يادو پوستو سربيره د چهارتوت ټوله سيمه هم د طالبانو لاسته لوېدلې  په وينا يې د طالبانو په برید کې د ريزرف پوليسو د پوستې قومندان هم وژل شوی دی.

نوموړی وايي، د چهارتوت سيمه د ميمنې ښار لس کيلو مترې کې پرته او ډيره مهمه ده چې ښايي له يادې سيمې څخه د ولايت مرکز هم سقوط وکړي.

له بله پلوه طالبانو د يادو بریدونو د مسئوليت منلو تر څنګ ويلي، په چهارتوت سيمه کې يې يوه قرارګاه او پنځه پوستې نيولي چې په پايله کې يې لس عسکر وژل شوي، نهه ټپيان او يو يې ژوندی نيول شوی دی.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرباڼه کې ويلي، په دغه نښتو کې له عسکرو شپږ ميله کلاشينکوفونه، دوه بم افګن، يو ایم ۱۶، یو موټرسيکل، څلور مخابرې او په زياته اندازه مهمات هم نيولي دي.

خبرپاڼه زياتوي، په دغه برید کې يو طالب هم وژل شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close