فارياب: يوه عسکر خپل قومندان او پنځه ملګري وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۲۶) د فارياب ولايت په چهلګزي ولسوالۍ کې يوه عسکر د خپلې پوستې قومندان او پنځه ملګري وژلي دي.

پېښه تېره شپه د یادې ولسوالۍ مربوط د چهارشنبې په سيمه کې په يوه پوسته کې رامنځته شوې او بريدګر له سيمې روغ وتلی دی.

تر اوسه د فارياب ولايتي چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي خو يوې ځايي امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط پېښه تاييد کړې ده.

طالبانو په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې بريدګر د دوی “نفوذي ملګری” و زياتوي چې په بريد کې د قومندان عبادالله په ګډون شپږ عسکر وژل شوي او نوموړی بريدګر د دوی سيمې ته له وسلو سره ورغلی دی.

خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړي نفوذي بريدګر طالبانو ته څلور ميله ټوپکونه او په زياته اندازه مهمات هم وروړي دي.

شاوخوا يوه نيمه اوونۍ مخکې د طالبانو يوه نفوذي کس د روزګان په مرکز ترينکوټ هوايي ډګر کې د خپل ټوپک پر مټ په بهرنيو عسکرو بريد وکړ چې د طالبانو په وينا په دغه بريد کې څلور بهرني عسکر ووژل شول او ګڼ نور ټپيان شول.

خو د امريکا دفاع وزارت ويلي و، په دغه بريد کې يو عسکر وژل شوی او دوه تنه نور ټپيان شوي و.

د شنونکو په باور، پر بهرنيو ځواکونو او د دولتي ځواکونو تر منځ خپلمنځي بريدونه به د دوی تر منځ لږ پاتې باور هم له منځه یوسي.

طالبانو تر دې مخکې په خپلو خبرپاڼو کې ويلي و چې د افغان پوځ په ليکو کې لسګونه نفوذي کسان لري او له موقع څخه په ګټې اخيستو به وخت پر وخت په بهرنيو او دولتي ځواکونو بريدونه کوي.

افغانستان ته د بهرنيو ځواکونو له راتګ راهيسې د نفوذي عسکرو له لوري بې شمېره بريالي بريدونه شوي چې بهرنيانو ته پکې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close