فارياب: پر ملکي روغتون هوايي بريد مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۰) د فارياب ولايت په خواجه موسی ولسوالۍ کې پر يوه ملکي روغتون هوايي برید شوی چې په ترڅ کې يې اتو تنو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

سيمه ييزې سرچينې وايي، دغه هوايي بريد نن سهار لس بجې د یادې ولسوالۍ مربوط د “غار تپې” په سيمه کې پر يوه سيمه ييزې کلينک شوی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي، د دغه هوايي بريد په ترڅ کې د يوې مېرمنې او يو سپينګيري سربيره دوه ماشومان وژل شوي او څلور تنه نور سخت ټپيان دي.

د پژواک خبري اژانس پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي، بريد د ملي اردو د هوايي ځواکونو له خوا په ملکي روغتون شوی چې شپاړلس کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په عين حال کې د ۲۰۹شاهین قول اردو په يوې خبرپاڼې کې ويلي، چې د فارياب په پشتونکوټ او کوهستانات ولسواليو کې د هوايي بريدونو پر مهال شپاړلس وسله وال وژل شوي دي.

تېره ورځ ولسمشر غني د يوطرفه اوربند د پای ته رسېدو اعلان وکړ او افغان ځواکونو ته يې د طالبانو پرضد د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو اجازه ورکړه، چې ورسره سم د فراه په بالابلوک ولسوالۍ او د فارياب په خواجه موسی ولسوالۍ کې ملکي سيمې د هوايي بريدونو او توپونو نښه ګرځېدلي او ملکي خلکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close