فاریاب؛ طالبانو څلور عسکر ژوندي نیولي

کابل ټکی کام(یک شنبه،۲۶کب، ۱۳۹۷ل):

د فاریاب په قیصار ولسوالۍ کې طالبانو د دولتي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه کړي چې درنه مرګ‌ژوبله يې ور اړولې ده.

شمشاد تلویزون د ځايي سرچینو په حواله وايي، چې په دې جګړه کې ګڼو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اوښتې او ځايي چارواکو يې د مرستې هیله کړې.

طالبانو د جګړې پخلی کړی او لیکلي يې دي، چې د قیصار ولسوالۍ په ارکلیک سیمه کې يې یوه پوسته او یوه قرارګاه نیولي دي.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې دې جګړه کې ۱۶ د اردو او ۵ تنه اربکي عسکر وژل شوي، ۱۵ نور ټپیان او څلور يې سلامت ګوتو ته ورغلي دي.

دوی د نیول شویو عسکرو تصویرونه هم خپاره کړي او ويلي يې دي، د وژل شویو هغو جسدونه لا هم سیمه کې پراته دي.

دا په داسې حال کې دی چې طالبانو وړمه ورځ بادغیس کې هم لسګونه عسکر ژوندي ونیول او شاوخوا سل تنه ترې ترکمنستان ته وتښتېدل چې له هغې خوا بېرته را وشړل شول.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close