فاریاب:افغان ځواکونو قرارګاوې، پوستې او د“کوه صیاد“پراخه سیمه طالبانو ته پریښې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۷)

راپورونه وایي، چې طالبانو تیره ورځ مازدیګر مهال د فاریاب ولایت د شیرین تګاب ولسوالۍ په کوه صیاد سیمه کې پر میشتو پوستو عملیات کړي، چې په نتیجه کې یې ګڼ پرمختګونه کړي.
خبر زیاتوي، افغان ځواکونو وروسته تر هغه چې د طالبانو له خوا یې لوی تلفات ولیدل، خپل بیسونه او پوستې طالبانو ته پریښې او له سیمې وتلي دي.

سیمیزې سرچینې وایي، طالبانو دکوه صیاد سیمه چې په ۳۰۰۰ کورنیو مشتمله ده په بشپړ ډول تر خپل کنترول لاندې راوستلې او د دولتي ځواکونو ۲ قرارګاوې (بیسونه) و ۳ پوستې یې هم لاس ته لویدلې.

طالبانو د یاد خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې دیادي ولسوالۍ اړوند د فیض اباد په سیمه کې هم امنیتي ځواکونو دوه قرارګاوې له کومې جګړې پرته ورپریښې دي.

باید وویل شي، چې د ټرمپ د نوې ستراتیژۍ تر مخه افغان ځواکونه مکلف دي چې د ښارونو د مراکزو ساتنه خپل لومړیتوب وګرځوي او له کلیوالو سیمو خپل حضور ورټول کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close