فاریاب:د دوستمي ملیشو او کمانډوځواکونو په نښتو کې لوړپوړی قوماندان نیول شو

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۱)

له فاریابه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې د دوستم د ځایي ملیشو مشر قوماندان نظام الدین قیصاري د کمانډوځواکونو نیولی.
سیمیزې سرچینې وایي؛ قیصاري نن مازدیګر د میمنې ښار ته یوې امنیتي غونډې ته وربلل شوی و، چې له څه لفظي شخړې وروسته دواړو لوریو یو پر بل ډزې کړې.

د طلوع نیوز خبریال حسن سرداش وایي؛ له مازدیګر څخه راپه دې خوا د میمنې په لومړۍ قرارګاه کې د سپکو اودرنو وسلو د ډزو اوازونه اوریدل کیږي او ترڅنګ یې د نړیوالو ځواکونو سوپرتوکانو او د ملي اردو الوتکې د قرارګاه شاخوا باندې هوایي بریدونه پیل کړي او لا دوام لري.

نظام قیصاري، دوستم

لومړني راپورونه وایي چې تر اوسه ۲ د کمانډو ځواکونه او یو د نظام الدین قیصاري ملګری وژل شوی دی.

په ورته وخت کې د شاهین قول اردو خبر ورکړی چې د سیمیزو ځواکونو مشر او جنرال دوستم ته وفادار قوماندان نظام قیصاري یې نیولی او کابل ته یې انتقال کړی.

بلخوا خپلواک خبریال قطب الدین کوهي پر خپله پاڼه لیکلي؛ قیصاري نن مازدیګر د ملي اردو قرارګاه ته غوښتل شوی و، چې له ورتګ سره سم یې د ملي اردو ځواکونو درۍ ساتونکي ووژل او نوموړی هلیکوفتر ته لاس تړلی واچاوو.

لا معلومه نه ده چې ځانګړو ځواکونو قیصاري ولې او په څه جرم نیولی خو ویل کیږي چې د قیصاري ملیشو له کمانډویانو سره لا هم جګړه روانه ساتلې.
باید وویل شي، چې په تیرو ۲ ورځو کې سلګونه کمانډویي ځواکونه د غول پیکر طیارو په مرسته میمنې ته رسیدلي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close