فاریاب:د سخت هوایي ملاتړ سربیره څلور امریکایي عسکر د طالبانو د برید ښکار شول

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۶)

له فاریاب ولایت څخه راپورونه وایي چې د خواجه سبزپوش ولسوالۍ په جمعه بازار سیمه کې د امریکایي ځواکونو لوی کاروان چې هڅه یې کوله مرکز میمنې ته ځان ورسوي، د طالبانو تر سختو بریدونو لاندې راغلی.
خبرزیاتوي، په داسې حال کې چې له هوا څخه د دې کاروان ملاتړ څو الوتکو او یو شمیر چورلکو کاوو او په ځمکه یې هم ځانګړي کمانډوځواکونه مخې او وروسته روان وو، طالبانو پرې پراخ وسلوال بریدونه کړي.
طالبان وایي؛ دا بریدونه چې د شپې تر نهو بجو روان وو په پایله کې یې د بهرنیانو او افغان کمانډویانو درۍ(۳) ټانګونه ویجاړ شوي او څلور (۴)تنه امریکایي عسکر په کې وژل شوي.
دغه راز یوولس(۱۱) کمانډوځواکونه چې د امریکایانو دفاعي ملتیا یې کوله هم د طالبانو د برید ښکار شوي.
په دې نښته کې ۳ امریکایان او ۵ کمانډو عسکر ټپیان شوي.

خو د دفاع وزارت بیا وایي چې د بهرنیو ملاتړو په هوایي بریدونو کې یې ۱۱۷ طالبان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي.
طالبانو هم د بمباریو پخلی کړی خو د دفاع وزارت د راپور د تردید سربیره یې ویلي چې په دې بمبار کې د دوی دوه ملګري وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
ځایي خلک وایي چې بمبار د دوی پر کورونو شوی او یواځې سیمیزو ولسونو یې زیان ګاللی په داسې حال کې چې هیڅ طالب وسلوال په کلي کې پناه نه وه اخیستې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close