فاریاب:طالبانو د بلچراغ ولسوالۍ له کوم مقاومت پرته ونیوله

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۸)

د فاریاب ولایت امنیتي چارواکو رسنیو ته ویلي چې تیره شپه د بلچراغ ولسوالۍ یوځل بیا له ټول امنیتي پرسونل سره یوځای سقوط کړی .

د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمدطاهر رحمانی وایي، د بلچراغ ولسوالۍ سقوط کړی، ۴۰ تنه امنیتي منسوبین د طالبانو لاس ته لویدلي او د هغوی ټول ټانګونه، رینجر او نور مهمات هم طالبانو ته په لاس ورغلي.

به عین حال کې طالب ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې تیره شپه ددوی ځانګړو قطعاتو غوښتل، پر یاده ولسوالۍ پراخ تهاجمی عملیات وکړي، خو په ولسوالۍ کې میشت سرتیرو د جګړې پر ځای د تفاهم لار غوره کړه او ټول امنیتي پرسونل له خپلو ټولو مهماتو سره یوځای طالبانو ته تسلیم شوي.

احمدي زیاتوي “مجاهدینو راغلو کسانوته ښه راغلاست ووایه او د هر اړخیز امنیت ډاډ يې ورکړ.“
د یادونې وړ ده چې نږدې درۍ میاشتې وړاندې هم د بلچراغ ولسوالۍ سقوط کړی و، چې د ګډو ځواکونو تر عملیاتو وروسته طالبانو د ولسوالۍ مقر پریښود خو د ولسوالۍ پر بازار او په مربوطاتو کې یې پراخ حضور درلود.

دا په داسې حال کې ده چې د یاد ولایت دوه نورې ولسوالۍ (المار او قیصار) هم د سقوط وروستۍ شیبې شمیري او طالبان توانیدلي چې د یادو ولسوالیو امنیتي کمربندونو ته ځان ورسوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close