فاریاب: امریکایانو د خپلو تلفاتو په غچ کې لسګونو ښځو او ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۲)

له فاریاب څخه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې امریکایي ځواکونو نن د دولت آباد ولسوالۍ په مربوطاتو کې  تر تلفاتو لیدلو وروسته د ولسي خلکو پر کورونو درنه بمباري کړې چې په نتیجه کې یې ۲۰ تنه ښځې او ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې  او ګڼ نور نادرکه دي.

خبر زیاتوي؛ بمبارۍ هغه مهال وشوه چې طالبانو په سیمه کې د امریکایانو او ملي اردو په قطار حمله وکړه چې په کې ۱۰ تنه بهرني او داخلي ځواکونه ووژل شول، چې په تعقیب یې ګډوځواکونو د خلکو پر کورونو هوایي بریدونه وکړل.

د پژواک خبریال قطب الدین کوهي وایي ؛  په پیښه کې ۵ کورونه ویجاړ شوي، ۱۲ تنه ښځې اوماشومان شهیدان، تر لسو ډیر ټپیان او لس(۱۰) تنه ورک دي.

د سیمې خلک وایي، ۲۵ تنه ښځې او ماشومان چې د ځمکې لاندې خونې (زیرزمیني) ته ننوتلي و، تر اوسه ترې اته (۸) جسدونه را ایستل شوي او دوه میرمنې له خپلو دریو ماشومانو سره نادرکه دي.
د فاریاب سیمیز چارواکي په پیښه کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله مني خو زیاتوي چې په دې بمبارۍ کې ۱۸ طالبان هم وژل شوي، خو په سیمه کې د طالبانو سرچینو بیا د خپلو دو ملګرو د وژل کیدو پخلی کړی دی.
دا لومړی ځل نه دی چې امریکایان د خپلو تلفاتو غچ له ولسي خلکو اخلي، تر دې وړاندې یې په ځلونو د خپلو ځواکونو د وژل کیدو په غچ کې ملکي خلک او آن د ملي اردو او پولیسو پوستې هم بمبار کړې، چې د ګډحکومت چارواکو پرې تر اوسه د غبرګون جسارت نه دی کړی .

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close