فاریاب: د طالبانو په برید کې شپاړس کمانډویان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۱۱)

راپورونه وایي چې طالبانو تیره شپه دفاریاب ولایت په جمعه بازار سیمه کې پر میشتو ځانګړو ځواکونو (کمانډویانو) برید کړی او درنه مرګ ژوبله یې ور اړولې.

خبر زیاتوي، طالبانو په سیمه کې د “انتن“ په نامه پوســته نیولې او ۱۶ کمانډوځواکونه یې ځای پر ځای وژلي.
امنیتي سرچینې د یو شمیر کمانډویانو وژل کیدل مني خو وایي چې په ځوابـي برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښـتې چې کره شمیر یې نه دی څرګند.

طالبانو د خبر د پخلي تر څنګ ادعا کړې چې په نیول شوې پوسته کې یې ۲ پیکاماشیندارونه ، ۴ میله M4 ټوپکونه ، ۵ کلاشینکوفونه ، یو هاوان ، یو m16 ټوپک اوګڼ نورمهمات هم لاس ته ورغلي دي.

طالبان دغه راز په پـیښه کې د خپل یوه ملګري ټپي کیدل هم مني او د امنیتي سرچینو ادعاوې یې رد کړې دي.
باید وویل شي چې کمانډو ځواکونه په مختلفو ولایاتو کې د امریکایي ځواکونو تر قوماندې لاندې عملیات ترسره کوي،چې په دې وروستیو کې یې سلګونو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close