فاریاب: د والي ګواښ د طالبانو د برید مخه ډب نه کړه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۵)

د فاریاب ولایت څخه رارسیدلی راپورونه وایی، طالبانو د ملی اردو یو لوی کاروان چې د غورماچ له ولسوالۍ څخه مرکز میمنې ته راروان و، خپل هدف ګرځولی او ګڼ شمیر تانګونه، رینجر او درنې وسلې یې ترې نیولې.

که څه هم پرون د فاریاب والي ګواښ وکړ چې که طالبانو د غورماچ له ولسوالۍ څخه په راتلونکي کاروان برید وکړ، طالبان او شاوخوا سیمې به ټولې بمبارد کړي او پر ولسي خلکو د بمبارۍ او د هغوی د وژل کیدو پړه به هم د طالبانو پر غاړه وي.

د طلوع نیوز له راپور سره سم، د ملي اردو دغه کاروان چې شاوخوا ۳۵۰ تنه سرتیري په کې دي، د طالبانو له کمین سره مخ شوی، چې د سرچینو په حواله تر اوسه ترې ۳۰ عرادې ټانګونه او رینجر نادرکه شوي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق تیره ورځ وویل، چې د دې کاروان ملتیا به د ناټو ځواکونو ۶ الوتکې کوي ، خو ویل کیږي چې نن د نظامیانو هوایي ملاتړ ته یواځې د ملي اردو ۲ چورلکې رسیدلې چې هغوی هم یواځې یوټانګ چې طالبانو نیولی و، هدف ګرځولی او دوه طالبان په کې وژل شوي.
سیمیزې سرچینې وایي، کاروان لا هم تر بریدونو لاندې دی او کومکي ځواکونه هم سیمې ته نه دی تللي.
د ملي دفاع وزارت او طالبانو رسماً په دې تړاو کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
د یادونې وړ ده چې د ملي اردو یاد کاروان د شاهین قول اردو اړوند و، ټاکل شوې ده نن د غورماچ ولسوالۍ اداري چارې رسماً د فاریاب له ولایت او شاهین قول اردو څخه د بادغیس ولایت او ظفر قول اردو ته وسپارل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close