فاریاب سرچکان کې طالبان د یوه قومندان له ۲۰ عسکرو سره دتسليمۍ او ۱۷ کليو د نيولو ادعا کړې

کابل ټکی کام ( یکشنبه  ١٣٩٤ لړم ٢۴/ ٢٠١٥ م نومبر  ١۵)

طالب وسلوالو په خپل ویب پاڼه کې ويلي دي چې ددوي ملګرو د سرچکان ولسوالۍ اړوند پراخي سیمي   عالینجي ، سرجنګل ، دیوالک اوکوکک سیمي چې په ۱۷ کلیو مشتمل دي وروسته ترهغه چې یوتن مهم اربکی قومندان   ابراهیم له خپلو ۲۰ تنه مسلحو ملګرو سره د طالبانو صف سره یو ځای شو، په بشپړه توګه ددوي له کنټرول لاندې راغلي دي .

طالبانو زیاته کړې چې په یادو سيمو کې اوس ددوي بیرغونه رپېږي .

طالبانو دنوموړي قومندان   او دهغه دملګرو تودهرکلی کړی او هغوی هم کلک هوډ څرګند کړچې نور به   دژوند ترپایه   په هرډول سختي او اساني کې د طالبانو ملګرتيا کوي .

دیادوني ده چې تېره ورځ هم دهمدي ولایت په پشتونکوټ لس تنه قومندانان هریو سعیدالله ، ملامحمد، لقمان ، محمدشاه ، اسدالله ، ملاعبدالرحیم ، عطامراد، خال محمد، عبدالمقیم ، اوحاجي محمد د خپلو ۱۵۰ مسلحو عسکرو سره طالبانو سره یوځای شوي وه .

د دغو قومندانانو په تسليميدلو سره دګلم باف مهمه سیمه چې پکې ددولت ۲۱ پوستې وي په ۱۲ کلیو او شاوخوا ۵۵۰۰کورونو مشتمله دي په بشپړه توګه د طالبانوتر کنټرول لاندې ورغلي دي.

سليم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close